fbpx

امریکا (۵۵) زره کسانو ته د لاټرۍ وېزې ورکوي

خبریال ډاټ کام نیویارک / ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې لسګونه زره کسانو ته وېزې ورکوي ، البته دا پروګرام د ۲۰۲۱ کال لپاره دی.

ټاکل شوې چې د دغه پروګرام له لارې (۵۵) زره کسانو  ته د لاټري له لارې د امریکا اقامه ورکړل شي. دغو (۵۵) زره کسانو کې افغانان هم شامل دي، خو پاکستانیان او بنګله دېشیان نشيکولای چې په دغه لاټرۍ پروګرام کې برخه واخلي‌.

په نیویارک کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې دا پروسه په بشپړه توګه وړیا او مفته ده او د پاکستاني او بنګلدیشي پرته دنړۍ هروګړی ګډون ورکيکولای شي‌.

دغه بهیر ته نوملیکنه د ۲۰۱۹ د اکتوبر په دویمه (میزان۱۰) پیل شوې ده او لا هم دوام لري .

هغه کسان چې په دې پروګرام کې دلچسپي لري کولای شي‌چې نوم لیکنه وکړي ، ځکه دا بهیرد نومبر په پنځمه (عقرب۱۴) ختمیږي.

دا قرعه کشي له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې روانه ده او هرکال لسګونه زره خلک د هم دې پروګرم له لاري‌وېزې اخلي‌ او امریکا ته ځان رسوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري دا پروګرام د نسبتآ لوستو کسانو لپاره په پام کې نیول شوی دی .

شرط دادی چې یو کس باید لږ ترلږه (۱۲) ټولګی لوستی وي‌او هم داراز په یوه نه یوه برخه کې (۲) کاله تجربه ولري‌،بیا کولای شي‌چې هم دې پروګرام ته نوم لیکنه وکړي ،او د نوم لیکنې وروسته نو بیا هرڅه په قسمت پوري اړه لري .

ددغه پروګرام نوښت په دې کې دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  پوره دوه کاله وړاندي د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې دا پروګرام ځنډولای وو ، علت یې داوو چې دهمدغه لاټرۍ وېزې د پروګرام له لاري‌امرکیا ته تللي یوه ازبکستاني کډوال په نیویارک ښار کې پر امریکا یانو ډزي وکړې او لږ ترلږه (۸) کسان یې ووژل .

افغانستان هم یو د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر زیات وګړي ترې درومي او ځیني یې پر خطرناکو لارو اروپاته ځانونه رسوي او ځیني یې پر هم دغو لارو د کبانو خوراک شي ، خو اوس ددغه هیواد ګڼ وګړي‌کولای شي چې د امریکا د لاټرۍ د ویزو په پروګرام کې برخه واخلي‌او امریکا ته د تګ پرېکړه پر خپل قسمت پرېږدي‌

Your SEO optimized title page contents