fbpx

د (۴۴) ماشومانو تر زېږېدو وروسته دبل ماشوم په لټه مور!

خبریال ډاټ کام کابل / ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹د یوګنډا هيواد په کمپالا ښار کې په يوې مور د 44 ماشومان له زيږيدو وروسته هغه وخت بنديز ولګېد چې غوښتل يې نور ماشومان هم وزيږوي.

د نړيوالو خبري رسنيو په حواله يوه ميرمن چې مريم نباتنزي نومېږې د خپلو 44 ماشومانو له ډلې څخه يې 4 ځلې غبرګولي او 5 ځلي درې درې دانې او پينځه ځلي څلور جوړې ماشومان زيږولي دي.

چې په عنيې وخت کې دغې ميرمنې ته ديوې حاصلخېزي او زرغونې ميرمنې لقب ورکړل شوی دی

مريم نومې ميرمن د خپل واده په 12 کلن ژوند يو کال له خپل واده وروسته د ماشومانو په زيږولو پيل کړی دی. چې د 44 ماشومانو له زيږولو وروسته ورته ځنې ناوغۍ هم پيدا شوي دي.

ډاکټرانو په مريم هغه وخت بنديز ولګول چې غوښتل يې يو بل ماشوم هم وزيږوي. دا وايې چې د پلار يې 45 ماشومان وو او زه هم غواړم چې د ماشومانو شمير مې 45 ته ورسيږي.

روغتيايې محکمې هم د ډاکټرانو ددغه بنديز پخلی کړی او ويلې دي چې د مريمې روغتيا ته بايد پام وشې او دنورو ماشومانو له زيږولو بايد منعه کړای شې.

دا په داسې حال کې ده چې د نفسياتي برخې ډاکټرانو ويلې چې د مريم په رحم کې د سرطان د پيدا کيدو امکان شته.

او دوی زياتوي چې ددومره ماشومانو لپاره زياتي سرمايې او ډيرو شتو ته اړتيا ده چې که دا نه يې ماشومانو به د خوراک، لباس او روحي ستونزو سره مخ شې

مریم څه کار کوي ؟

مریم یوه ډېره بریالۍ ، تکړه او په مزدوري سخته مېرمن هم ده ، هغه هڅه کويچې خپلو ماشومانو ته بشپړه غذا او د ژوند اسانتیا ويورکړي .

مريم چې د کالي ګنډلو کار کوي؛ او يو سينګار تون هم لري داسې وايې چې ماشومان د الله ج تحفه ده او چې هر چاته يې ورکړې بايد خوشاله شې او دا هم تل په دې لټه کې ده چې خپلو ماشومانو ته د خوراک، لباس او د هغوی د ښوونې تعلم او ښې راتلوونکي لپاره زمينه مساعده کړي.

خو رښتيا هم ډيری وخت له سختو ستونزو سره مخ کيږي چې حل کول يې ورته ډيره سخته وي .

تر اوسه لا دا نه ده روښانه چې د مریم په څېر په نړۍ کې څو داسي ښځيشته ،خو دم ګړی دغه خبر نړۍ واله ټولنه سخته حیرانه کړې ده .

په پښتنو کې داسي ډېری پلرونه شته چې د مریم په اندازه بچیان ولري ،خو تر ډېره بریده دافغان پلرونو ماشومان له یوې نه بلکه له څلورو میرمنو يي .‌

د مریم او افغانانو تړاو دا کېدلای شيچې افغانان هم ډېر ماشومان خوښوي ،خو ښاييمریم دافغان ښځو په څېر نه بلکه د افغان نارینه وو په څېر سوچ او فکر وولري .

د يادونې وکړ ده چې د يوګنډا هيواد ډیری اوسيدونکي مسلمانان او په نړې کې د دريمه درجه هيوادونو په قطار کې راځې.

د یوګانډا وګړي هم دافغانانو د لیري پرتو سیمو د اوسېدونکو په څېر سخت د کړاو او ستونزو ژوند تېروي .

هلته هم د میرمن مریم په څېر ګڼ کسان شته چې ډېر اولادونه یې خوښ وي،خو ښايي هریوه ته دا زمینه نشي برابره چې دومريزیات بچیان وځېږوي .

عبدالحق دانش

Your SEO optimized title page contents