fbpx

د سولې کیلي د(افغان حکومت) لاسته لوېږي!

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹– نېږدې وه اوږدو جګړو افغانان له ناهیلې، ناهیلیزم ته وردننه کړی وای. ناهلیزم بیا خطرناک حالت و، یو داسې حالت چې اصلاً دې دا باور ته رسیږي چې سوله نشته. سوله هسې سیمبول دی. لکه د ښاپیرو او دیوانو اساطیري نوم دی، خپله هېڅ وجود نه لري. خو په وروستیو کلونو کې د سولې لپاره شوې هڅې او بیا په دې برخه کې د کنګلونو ماتولو وښوده چې سوله شته او راځي. د ټولو جګړو پای سوله او جوړ جاړی وي. د نړۍ تاریخونه یې ژوندي ثبوتونه دي. جګړه هېڅکله په جګړه نه ختمیږي. هغه حکمتیار هېواد ته راوستل شو، چې ټول عمر یې په جګړو کې تیر شوی وو. هغه طالب سره خبرې او مذاکرات پیل شول، چې د ټوپک له ګیټ کشولو او د مرمۍ له فیر کولو پرته یې څه نه وه زده(عمومي باور داسې وو). سوله په یوه ورځ نه راځي. او نه هم پرته له قربانۍ. سوله کې به ښکېلې لورې قرباني حتمي ورکوي. انعطاف پذیري به ښیي، له نرمښت به کار اخلي. یو بل زغمي او مني. هغه سوله چې ژر راځي، پایلې یې ښې نه وې؛ ځکه شاید ټول اړخونه یې په دقیق ډول په کمه موده کې نه وي سنجول شوي. هغه د سولې په نوم یوه معامله وي.

ماتې او جوړې خبرې؛

د افغان سولې خبرې له شاوخوا دوه کلونو راهیسې روانې دي. افغان سیاسیونو، امریکا، روسیې، سعودي، قطر او پاکستان، هند او بل ځای او اشخاصو. کله به دا خبرې یو داسې مرحلې ته ورننوتې چې هیله مندي به ورسره بېخي زیاته شوه، کله به بېخي دومره را وروسته شوې چې بېباوري به یې څرګندوله. په تیره بیا د امریکا او طالبانو د ۹ پړاؤنو خبرو چې هماغه څلور موضوعات په کې ښکته و پورته کیده؛ دواړو لوریو د ګډو اعلامیو د خپرولو خبرې کولې، بیرته څو درجې تغیر په کې راغی. په دې ټولو مراحلو کې د ډیری افغانانو او افغان حکومت دریځ دا و چې د قضیې اصلي لوری افغان حکومت دی، او باید طالبان له دې لوري سره خبرې وکړي، کومې چې مطلوبه پایله ورکولای شي، ځکه جګړه دلته کیږي، مستقیم قربانیان یې افغانان دي، دلته هره ورځ چاودنې او بمبارونه کیږي او جنازې د افغانانو، د نورو افغانانو په اوږو پورته کیږي. ټرمپ د ټولو پړاؤونو خبرې په یوه ټویټ لغوه کړي، لکه سیند چې د شګو بند پسې واخلي.

ټاکنې او سوله لازم ــ ملزوم؛

تر افغان ولسمشریزو ټاکنو یوې میاشتې وړاندې مودې پورې باور نه کېده چې ټاکنې دې ترسره شي. حتی همدا عبدالله عبدالله چې اوس د ځان د بریالي اعلانولو او د پایلو د منلو خبرې کوي، ده هم هېڅ اماده ګي ورته نه وه نیولې، نه یې باور کېده چې ولسمشریزې ټاکنې دې ترسره شي. د موقت، د طالبانو د راتګ خبرې تودې وې. خو ولسمشرغني ویل ټاکنې باید ترسره شي. ځکه سوله او ټاکنې سره لازم ــ ملزوم دي. دا خبره تر یوه حده منطقي هم ده. معنی که ښې ټاکنې ترسره شي او په پایله کې یې یو مقتدر او ښه حکومت رامنځته شي، هغه به د سولې خبرو کې له افغانانو ښه ننګه وکړي. کمزوری به نه وي، معامله به ونه مني. د خلکو حقونو څخه به دفاع وکړي او که غښتلی حکومت نه وي، نو څنګه به دفاع وکړي، د ملي وحدت حکومت؛ خو شریک کټ و، چا یې لنګه کشوله او چا یې سر.

د خلیلزاد وروستی ټویټ؛

تر دوه میاشتیني ځنډ وروسته خلیلزاد راښکاره شو او ټویټ وکړ ویې ویل( د افغانانو د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې حفظول د سولې په پروسه کې د امریکا ملي ګټې دي) او هممهاله یې وویل چې دا اوږده جګړه باید پای ته ورسیږي. طالبانو هم په دې ۲ میاشتینۍ موده کې څو ځلې وویل چې باید د سولې خبرې بیا پیل شي. پاکستان ولاړ او هلته یې پاکستاني چارواکو سره لیدنې ــ کتنې وکړې. د خلیلزاد له وروستي ټویټه دا جوتیږي چې امریکا په دې قانع کړل شوې چې دلته د وروستیو دوو لسیزو په موده کې ډیر کار شوی دی. نظام جوړ شوی دی. بنسټونه فعال شوي دي، وسله وال پوځ دی. د ښځو د حقونو مسله ده. دیموکراسي ده او نورې…. دا باید له منځه ولاړ نشي.

 

امریکا دفاع وزیر؛ سیاسې هوکړې لپاره راغلی یم؛

پرون د امریکا د دفاع وزیر کابل ته راغلی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې ولسمشرغني سره ناسته کړې ده. د ترویزم په له منځه وړلو او بیا افغانستان د دې پدیدې په خوندي ځاله د نه بدلېدو ویل شوي دي؛ خو نوې خبره په کې دا ده چې ولسمشرغني ورته ویلي چې« تر دې وروسته به د سولې خبرې افغان حکومت مخته وړي» په دې سره ښکاري چې د سولې کیلې د افغان حکومت لاسته لویږي.

لېکنه:

جان اغا بهار

Your SEO optimized title page contents