fbpx

القاعدة، داعش او ترکيه

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹–  داعش په پيل کې د القاعدې يو شاخ و، چې نوم يې په عراق کې دولة العراق الاسلامية و، ترکانو په عراق او سوريه کې د کردانو د ځپلو لپاره، او د عراق په شمال کې د ايراني نفوذ د مخنيوي لپاره دغه ډله په هر اړخيز ډول تمويل کړه، له دوی سره يې راکړه ورکړه او تجارت پيل کړ، په ځانګړي ډول د تېلو تجارت، چې په کې د اردوګان زوی ملوث ياديږي، له داعش څخه يو بېلر تېل په 25-45 ډالر اخيستل، داسې حال کې چې بين المللي نرخ يې د اويا او اتيا ډالرو تر منځ و.

ترکیه د داعش د وصل نقطه؛

له نړۍ سره د داعشيانو د تګ راتګ، وصل، تمويل او جلب وجذب نقطه ترکيه وه. دولة العراق الاسلامية چې کله په سوريه کې پراخه ځمکې لاندې کړې، نو نوی نوم يې ځانته غوره کړ: الدولة الاسلامية في العراق والشام. په سوريا کې د دوی جګړې اکثره له هغو انقلابيانو سره وې چې د سوريايي نظام په ضد يې په پيل کې غير مسلح پاڅون پيل کړ، او بيا د ځينو غامضو اسبابو له وجهې دغه پاڅون په مسلح بڼه بدل شو، دغو انقلابيانو ځان الجيش الحر يعنې آزاد فوځ باله؛ ځکه چې يو شمېر په کې هغه خلک و، چې له سوريايي فوځ نه را جلا شوي و.
کله چې به د آزاد فوځ لواګانو د سوريايي نظام له فوځه ځمکې ونيولې، داعشيان به ورغلل، د آزاد فوځ څخه به يې دغه ځمکې لاندې کړې، په دې کار کې د سوريايي نظام لاس هم و، ځکه هغه په زرګونه متطرف ځوانان چې له سوريايي نظام سره بنديان و، هغه ټول يې د ګرمو جګړو په مهال خوشې کړل، او دوی د داعش ليکو ته ورغلل، د سوريايي نظام دا هدف و، چې دغه ولسي انقلاب ته د افراطيانو د انقلاب رنګ ورکړي.

 او په دې کار 100٪ کامياب شو؛ ځکه چې ميدان په پای کې داعشيانو او جبهة النصرة ونيو، ولسي انقلابي لواګانې له منځه لاړې، او سوريايي نظام نړۍ ته وښووله چې د چا په وړاندې جنګيږي. په پيل کې جبهة النصرة په سوريا کې د الدولة الاسلامية في العراق والشام يوه څانګه وه، چې مشري يې جولاني کوله.

د القاعدې مخالفت؛

 کله چې داعشيانو خلافت (الدولة الاسلامية) اعلان کړ، نو القاعدې د دې کار مخالفت وکړ، نو دغې څانګې هم مخالفت وکړ، او له داعش يې خپله لاره بېله کړه، ځکه القاعده په اوسنۍ مرحله کې په بين المللي جهاد (!) عقيده لري، نه د دولتونو په جوړولو، داعش له دغې پاليسۍ پښه واړوله.

د کردانو قرباني؛

کردانو د داعش د ختمولو لپاره لويې قربانۍ ورکړې، ډېر شمېر دواعش ترکيه ته وتښتېدل، او سره له دې چې د اوږدې مودې لپاره د سوريې په داخل کې داعش او ترکي فوځ د يو بل مستقيم ګاونډي و، د دوی تر منځ کومه حقيقي نښته نه ده رامنځته شوې. په پای کې هغه پراخې ځمکې چې په سوريه کې داعش له ولسي انقلابيانو لاس ته راوړې وې، هغه يې په ډراماتيک ډول سوريايي نظام ته وسپارلې، او خپله په خفيفه وسلو مسلح په بسونو کې د سوريايي نظام تر حمايې لاندې د سوريې شمال ته، په ځانګړي ډول ادلب ته انتقال شول، چې اوس هم همالته دي، او تركي فوځ هم په ادلب کې دغو مسلحو ملېشو ته نږدې مېشت دی، او اوضاع له نږدې څاري.
.
کردانو چې په خپل زيار او قربانۍ، او د بين المللي تحالف په مرسته خپلې پراخې ځمکې له داعشيانو پاکې کړې وې، او لوی شمېر داعشيان يې نيولي او بنديان کړي و، ترکيه اوس د کردانو سيمو ته همدغه خلک د سيو زون په نامه يو ځل بيا راولي، د کردانو په سيمه کې يو پراخ دموګرافي بدلون راولي، په تېرو ورځو کې يې له ځينو کردي زندانونو داعشي بنديان هم را خلاص کړي.

لېکنه:

دوکتور سراج الحق افغان. د نړۍ والو اړیکو دوکتور

Your SEO optimized title page contents