fbpx

سل باليزه سيالیو لپاره نيلامي ترسره شوه

 

خبريال ډاټ کام/۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹- د انګلیستان په کوربتوب د نوي پارمټ سل باليزه (سل توپونو) سيالیو لپاره د لوبغاړو نيلامي پړاو تيره ورځ د انګلیستان په لندن ښار کې ترسره شوه.

پدې نيلامۍ کې د نړۍ مشهورو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شول،چې د بيلا بيلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.

راشدخان لومړۍ لوبغاړی و چې پدې نيلامۍ پړاو کې د ټرېنټ راکټس لوبډلې لخوا په ۱۲۵،۰۰۰ پونډه واخيستل شو.

د راشدخان ترڅنګ مجیب ځدراڼ هم په لومړي راونډ کې د نرترن سوپر چارجرز لوبډلې لخوا په ۱۲۵،۰۰۰ پونډه راونيول شو. محمد نبي عيسخېل هم په دوهم راونډ کې د لندن سپئيرېټ لوبډلې لخوا په یو لک پونډه چې څه نا څه ۱۲۹ زره امريکايي ډالره کیږي واخيستل شو. او قيس احمد بيا د څلورم راونډ کې د وېلش فائير لوبډلې لخوا په ۶۰،۰۰۰ پونډه چې ۷۸ زره امریکايي ډالر کيږي واخيستل شو.

پدې نيلامۍ پړاو کې ټولټال ۵۷۱ لوبغاړي شامل و، چې لدې جملې  څخه يوازې ۹۶ لوبغاړي د بيلا بيلو لوبډلو لخوا واخيستل شول او ۴۷۴ ان سولډ يا بې اخیستلو پاتي شول.

 په پاتي شوو يا نه اخیستل شوو لوبغاړو کې  د لاسيت مالنګا،کريس ګېل،کيګسو رباډا په شان مشهوره لوبغاړي هم شامل ول.

 انګلیستاني لوبغاړي جو روټ سره راشدخان  په يوه لوبډله کې لوبيږي او د هغه په اخيستو جو روټ خوښي ښکاره کړه او ويې ويل چې راشدخان په نړۍ کې يو بهترین لوبغاړی دی.دا ډیره ښه شوه چې نوموړي زمونږ سره په یوه لوبډله کې قرار لري.

نوموړي وويل: (( دا ډيره په زړه پورې ده چې راتلوونکي سل باليزو سيالیو کې راشدخان پخپله لوبډله کې لرو.ما د هغه په وړاندې لوبې کړي دي. پدې پوه شوی یم چې نوموړی څومره خطرناک توپ اچوونکی دی.راشدخان په نړۍ کې تر ټولو بهترین لوبغاړی شمیرل کیږي.))

لیګ سپنر ورو توپ اچوونکي قيس احمد هم په سل بالیزو سيالیو کې په اخيستو خوښي ښودلې او نوموړي دا د ځان لپاره يو وياړ بللی چې ددغه سيالیو برخه جوړيږي او ګېری کيرسټن تر روزنې لاندې به د يادې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

قيس احمد وويل: (( دا زما لپاره د ویاړ او خوشالۍ ځای دی چې د سل بالیزو سيالیو برخه وال کيږم.د ګېری کیرسټن تر روزنې لاندې یادې لوبډلې ته انتظار شيبې باسم. زه د خپلو ټولو مينه والو او همداشان د افغانستان کریکټ بورډ او د دوی ملاتړ څخه زياته مننه کوم.))

د يادونې وړ ده چې دغه نوي پارمټ سل بالیزې سيالۍ به د راتلوونکي ۲۰۲۰ کال په جون مياشت کې د اتو سيمه ایزو لوبډلو ترمنځ په انګلیستان هیواد کې ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents