fbpx

زنداني داعشیان دې د جودرې په جومات کې راځوړند شي

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹–  د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې جومات خفه کوونکې پېښې ته د افغانستان او نړۍ په کچه بېلابېل تُند غبرګونونه ښودل شوي. تیره ورځ یادې سیمې ته ولسمشرغني او نور چارواکي ورغلي وه؛ ترڅو د پېښې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره وګوري، تسلیت او د غمرازۍ مراتب ورته وړاندې کړي.

ولسمشرغني پرون په خپلو خبرو کې ترسره شوې پېښه د بشریت په مخ دروند ګوذار وباله. او ویې ویل چې نه یوازې شینوارو، ننګرهار زړه ورسره سوری دی، بلکې زما زړه هم ورسره ټوک ــ ټوک دی.

(( دا لویه غمیزه ده. د ټول افغانستان غمیزه ده. شینوارو ولسونو د داعش پر وړاندې سخته مبارزه وکړه. داعش ډله یې ماته کړه، زه ستاسې د مبارزې قدر داني کوم. دښمن وروستی زور ازمایي)).

بلخوا د مشرانو جرګې پرون د دې جرګې په عمومي غونډه کې یاده پېښه د اسلام د مبارک دین پر وړاندې ناکامه توطیه بللې او له حکومت یې غوښتي چې په زندانونو شته داعشیان دې د جودرې په جومات کې اعدام شي. د یادې جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار پر حکومت غږ وکړ چې یاد برید دې په دقیقه توګه وڅیړي، او هغوی چې لاس په کې لري؛ ترټولو سخته جزا دې ورکړل شي.

مشرانو جرګې پرون په خپله ناسته کې پرېکړه کړې چې دوی به د اسلامي همکاریو ته د یادې مسلې په اړه یو مفصل لیک ولیږي او په کې به ترې وغواړي چې یاده موضوع دې ژر وپلټي.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې پر یو ځایي جومات کې بمي چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې ۷۲ ملکیان شهیدان شول او تر ۳۶ ډیر ژوبل.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې د نوموړي برید پر دویېمه ورځ د پېښې له قربانیانو سره شاوخوا ۹ میلونه افغانۍ مرسته وکړه. تیره ورځ بیا ولسمشرغني د یادو ولسونو د یو شمېر غوښتنو چې د پوره کولو ژمنه یې ورسره وکړه، باجود د کورونو لپاره د ځمکو ورکولو، حج ته یې د لېږلو او د خاصې پاملرنې یې ورته وویل.

هیره دې نه وي چې د یادې ټکان ورکوونکې قضیې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی؛ خو وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړې پېښه غندنه کړې. شک بیا دا دی چې ممکن یاده پېښه داعش وسله والې ډلې کړي وي.

Your SEO optimized title page contents