کور پاڼه / جالب / د شاتو اصل او نقل معلومولو ځينې نښې

د شاتو اصل او نقل معلومولو ځينې نښې

په شاتو کې ډېرې زياتې ګټې دي، نه يواځې دا چې په خوراک کې ډېر خوندور دي، بلکې د انسان د بدن او روغتيا لپاره هم ډېر ګټور دي. شات د خوږوالي تر څنګ د درملنې کار هم ورکوي، چې د ناروغانو لپاره د درملو کار ورکوي. همدا وجه ده چې خداى پاک په قرآن پاک کې په ځانګړې توګه د شاتو يادونه کړې ده.

که داسې ووايو چې شات په نړۍ کې له يو ګټورو خوړو څخه دي، نو غلطه به نه وي، همدا لامل دى چې هر څوک هڅه کوي اصل شات واخلي، چون هر سړى شات اخيستل غواړي، نو له دې لامله په مارکيټونو کې د اصل شاتو پر ځاى نقل هم خرڅېږي، چې په ليدو کې هم د اصل په څېر وي، که څه هم دا شات ډېر ارزانه ترلاسه کېداى شي، خو د اصل شاتو په څېر ګټې نه لري.

دلته يو شمېر هغه نښو باندې خبرې کوو، چې د شاتو اصل او نقل ترې معلومېداى شي.

شات چې په ګوتو کې راواخلئ او دواړو ګوتو کې يې وموښئ، نو که چېرته مو شات په ګوتو پسې ونښتل، نو پوه شئ چې نقل دي او که نه، نو بيا دا چې دا شات اصل دي.

شات ډېر ټينګ وي، که په يوه کاسه کې يې واچوئ او کاسه په ورو ورو وخوروئ، نو بيا به وګورئ، که چېرته شاتو په کاسه کې له يوې خوا بلې خواته په تللو کې وخت اخيست، نو پوه شئ چې اصل شات دي، خو که چېرته زر زر تلل، نو بيا به شات نقل وي، ځکه چې نقلي شات ډېر نري وي او په کاسه کې له يوې خوا بلې خوا ډېر په منډه ځي.

شات چون د ګلانو څخه جوړېږي، نو اصل شات د ګلانونو خوږ بوي هم لري، نو شات څو ځلې تاوده کړئ او بيا يې کېږدئ چې يخ شي، که چېرته د شاتو په بوي کې بدلون راغى، نو پوه شئ چې اصل دي، ځکه نقلي شات هېڅ ښه بوي نه لري.

اصل شات په اوبو کې په اسانۍ نه حلېږي، په يوه ګيلاس اوبو کې يوه کاشوغه شات واچوئ او د حلولو هڅه يې وکړئ، دا شات به د ګيلاس بېخ ته لاړ شي، خو که چرته شات نقل وي، نو پرته له څه کولو اتومات په اوبو کې حلېږي.

له اورلګيت څخه يو ډکى راواخلئ او په سر پسې يې شات وموښئ، بيا ورته اور ورته کړئ، که چېرته ډکي اور واخيست نو پوه شئ چې شات اصل دي، خو که چېرته شات نقل وي، نو بيا به د ډکي هغه ځاى نه اخلي، په کوم پورې چې مو شات لګولي وي، ځکه چې اصل شات ډکى لوندوي نه، بلکې نقل شات لکه د اوبو په څېر ډکى لوند کړي، چې بيا اور نه اخلي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

جاپان کې يو روبوټ غواړي چې ښاروال شي

د ټېکنالوژۍ او روبوټونو د هېواد څخه تازه خبر دا راغلى دى، چې په دغه …

د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

که چېرته تاسو ځيرک موبايل لرئ او په هغې کې انټرنېټ کار نه کوي، يا …