fbpx

علي وزیر: د پاکستان حکومت په ډمو ځان ساتي

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹–  د پاکستان د یوې فلمي لوبغاړې د څرګندونو پر وړاندې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جدي غبرګون ښودلی دی. علي وزیر د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې په دې هېواد کې مېشتو هنرمندانو او فلمي لوبغاړو ته یې دستور ورکړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد لیکل وکړي.

د نوموړي په وینا له دې چارې معلومیږي چې پاکستانی حکومت پر ډمو او فلمي اداکارانو ځان ساتي، او دا یې د کمزورۍ وروستی حد دی. وروسته تر هغې چې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې وینا ملک پر ټویټر پاروونکي لیکل وکړ، چې په کې د پښتنو د نجات حرکت د هند ایجنټ او روزل خلک وبلل. نوموړې لیکلي:

(( مونږ د ټولو هغوی پر وړاندې ولاړ یو، چې د پاکستان دښمنانان دي. دا که هند دی او که د هند له خوا روزل شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ او غړي یې)). وینا ملک له څو اوونیو راهیسې د پښتنو د غورځنګ پر ضد لیکل کوي، وایي پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان سرسخت دښمن دی.

نوموړې په خپلو لیکنو کې له پاکستاني حکومت غواړي چې په دې غورځنګ دې سخت او پښیمانه کوونکي بندیزونه ولګول شي. ودې ځپل شي؛ ترڅو بیا راپورته نشي. باید وویل شي چې د لوبغاړې وینا ملک دا ډول پوستونو ته یاد غورځنګ غلی نه دی پاتې شوی، بلکې هممهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ پیاوړي غړي علي وزیر پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان حکومت نارینه حکومت نه  ی، بلکې ښځوونکی حکومت دی:

(( د دې فلمي لوبغاړې په اړه مې وړاندې کوم معلومات نه لرل؛ خو اوس راته ځېنو ملګرو معلومات راکړل. مزودر او چوکیدار« پاکستاني پوځ او ای ایس ای» لیونیان شوي دي. بې وسه شوي دي، چې د هندوستان له لورې راشړل شوې ښځې په خوله، په مونږ پسې خبرې کوي، او زمونږ د بدنامولو ناکامې هڅې کوي)).

د یادونې وړ ده چې څو اوونۍ وړاندې علي وزیر له زندانه ازاد شو. تر دې مخکې پاکستاني پوځ د دې غورځنګ یو شمېر نور مخکښ غړي هم نېولي او زنداني کړي. علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کې غړیتوب هم لري، سږکال یې د خپلو خلکو په نماینده ګۍ لاره ور پیدا کړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د حکومت په مقابل د پښتنو د دفاع حرکت او کاروان دی، چې غواړي له ریاست(پنجاب) د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو، او پرې د شویو ظلمونو حساب وغواړي. دې کاروان په ډېره کمه موده ډیر زیات پلویان پیدا کړل. د پاکستان پوځ، استخباراتي شبکه او ټول حکومت له نوموړي غورځنګ سخت په ویره کې دی.

Your SEO optimized title page contents