fbpx

د اسټراليا د رسنيو تاريخي احتجاج ، بې خبرونو ورځپاڼې

خبريال ډاټ کام کابل/ ۲۱/۱۰/۲۰۱۹- په اسټراليا کې نن داسي چاپي خپرونې شوي دي چې تر دې وړاندي يې په نړۍ کې بيلګه نه وه ليدل شوې .

ورځپاڼو نن احتجاجآ يوازي کرښي چاپ کړې دي او هيڅ خبر يې نه دی خپور کړی.
د خبريال ډاټ کام همکار عزيز احمد تسل چې دا ورځپاڼې يې کتلي وايي چې دا په نړۍ واله توګه يو نوی احتجاج او له بله اړخه د اسټراليا د ډيموکراسي پر مخ څپيړه ده.

معلوماتو ته نه لاس رسی يوازي د افغان ميډيا او افغان رسنيز ډګر ستونزه نه ده بلکه د نړۍ ډېر پرمخ تللي هيوادونه هم ورسره لاس او ګريوان دي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې رسنۍ په ټوليز ډول د پوځ په ولکه کې دي او هلته هره رسنۍ د پوځ د خوښي پرته خپرونې نشي کولای، خو دلته په افغانستان کې که څه هم معلوماتو ته په لاس رسي کې ستونزي شته خو تر بل هر ګاونډي هيواد د افغانستان د رسنيو ازادي زياته بلل کيږي.

استراليا هم يو د ناټو د هغو
غړو هيوادونو څخه ده چې پوځ يې په افغانستان کې د ولسواکي د راوستلو لپاره جګړې ته راغلی ، خو په خپل هيواد کې اکثره معلومات له رسنيو پټ ساتي.

د استرليايي رسنيو دا ډول احتجاج په ټوله نړۍ کې دنورو رسنيو پام ځانته اړولی دی.

د خبريال همکار عزيز تسل چې نړۍ والي رسنۍ څاري وايي چې دا ډول احتجاج له يوه لوري د استراليا پر حکومت سخت فشار راوستلای شي او له بله اړخه په استراليا کې د بيان د ازادي په وړاندي ستونزوته د نړۍ والي ټولنې پام ور اړوي.

له اسټراليا پرته د نړۍ په ګڼو نورو هيوادونو کې هم معلوماتو ته د لاس رسي ستونزه شتون لري، خو په ځينو هيوادونوکې دا ستونزه انتها ته رسېدلې ده.

هغه هيوادونه چې په ولسواکي باندي عقيده لري ، داسي خبرونه د هغوی لپاره د سختې ناکامي په معنا دي.

که چېرته استراليايي حکومت د رسنيو دې احتجاج ته په درنه سترګه ونه ګوري او معلوماتو ته لاس رسی اسانه نکړي ښايي نړۍ وال يې مجبور کړي چې د ولسواکي اصل ته غاړه کښېږدي.

Your SEO optimized title page contents