fbpx

د بنګله دېش د لوبغاړو او کرکټ بورډ ترمنځ لويه لانجه

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبغاړو او د دوی د کرکټ بورډ ترمنځ د څو اونیو راهیسې لویه لانجه پېښه شوې ده چې په نتیجه کې یو شمېر بنګالي لوبغاړي غواړي نن دوشنبه د کرکټ بورډ پر وړاندې مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړي او په راتلونکي میاشت کې د هند پر وړاندې د لوبو نه کولو اعتصاب هم وکړي.

تمه کیږي چې نن د دې هیواد مخکښ او غوره لوبغاړي په یو مهم مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخلي او هغه څه د رسنیو پر وړاندې خپل ولس ته روښانه کړي چې د دوی په منځ کې د خفګیان وروستي حد ته رسېدلې ده او وبه وایي چې په بنګله دېش کې د کرکټ لوبه څه ډول او په کوم حالت کې روانه ده.

دا کړکیچونه وروسته له هغې رامنځ ته شو کله چې د بنګله دېش کرکټ بورډ (بي سي بي) په لومړۍ درجه فرسټ کلاس سیالیو کې چې د دې میاشتې په پیل کې پیل شوې وې د لوبغاړو د لوبو فیسونه راکم کړل.

ویل کېږي چې په ډهاکه کې د یو مهم لیګ په جریان کې د لوبغاړو لپاره دا قانون جوړ شوی وو چې ګواکې نور دې بنګالي لوبغاړي په کورنیو لیګونو کې لوړ فیس نه اخلي که څه هم دا د لوبغاړو لپاره د عاید پیداکولو یو ښه بازار وو ، خو له لاسه یې ورکړ.

ویل کېږي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د بنګله دېشي لوبغاړو او کرکټ بورډ له لوري دا کړکیچ زیات شوی دی د دې لوبډلې د ټیسټ او شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر شکیب الحسن هم په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې د بنګله دېش ټول کریکټران “ځپل شوي” دي او باید ښه چلند ورسره وشي.

د لوبډلمشر شکیب الحسن دغه دریځ د بنګله دېش ډیرو نورو ملي لوبغاړو وستایه ، که څه هم (بي سي بي) د نوموړي د هغو ​​انتقادونو او نیوکو په ځواب کې څه نه دي ویلي چې ګواکې د لوبغاړو سره ښه چلند نه کېږي.

شکیب الحسن د بنګله دېش کرکټ بورډ ادارې ته په خطاب کې وویل تاسو باید په دې اړه ټینګ اوسئ او ښه فکر باید ولرئ چې تاسو څنګه د لوبغاړو ملاتړ کوئ. پدې برخه کې د یوې اوږدمهاله پالیسۍ جوړونکي ته اړتیا ده. چې په نتیجه کې بی ډیر ښه شیان پیښ شي”

بلخوا شکیب الحسن په یوې بله مرکه کې هم ویلي دي چې نوموړی د بنګله دیش کرکټ کې هیڅ اوږدمهاله پلان نه ویني.

شکیب زیاتوي”په حقیقت کې ، موږ یوازې په هرې هغه لړۍ یا سیریز تمرکز او ډیر پام کوو چې موږ ورته د سفر په موخه روان یو، نو مونږ ټول لوبغاړي باید د هر څه سفر وړاندې اته میاشتیني یاهم شپږ میاشتینی پلان ولرو شکیب زیاتوي دا یو فرهنګي شی دی.” ځکه. “خلک تمه لري چې موږ به ټولې سیالۍ وګټو نو ښه پلان ته هم اړتیا ده چې پاتې رانشو.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې د بنګله دېش کرکټ بورډ او د هغوی د ملي لوبغاړو ترمنځ داسې ستونزې پېښېږي، بلکې له دې وړاندې هم د بنګله دېش په کرېکټ بورډ کې ورته ستونزې موجودې وې.

Your SEO optimized title page contents