fbpx

له المانه تر ایرانه په بایسکېل سفر

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د المان یو وګړی له یوه اوږده سفر وروسته د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېد. دا المانی چې پیتر هارنېش نومېږي، پنځه زره کیلو متره سفر یې کړی او دا یې په باسکېل څلورم ستر سفر دی.

 

دا ۶۰ کلن المانی چې په په خپل هېواد کې د ماکس پلانک انسټېټیوټ کارکوونکی دی، ایران ته یې خپل سفر د دانوب له سیند څخه پیل کړ او همداسې تهران ته پسې ورسېد، نوموړي د ایرانیانو د مېلمه پالنې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې سفر په اړه شوې هیلې یې پوره شوې دي.

 

پیتر هارنېش وايي، د المان له مونیخ ښار څخه یې د ایران تر تهرانه پورې ډېر ښه سفر کړی او له ۹ هېوادونو څخه تېر شوی چې د ۵۰۰۰ کیلو متره سفر وروسته د تهران د ازادۍ میدان ته ورسېد. هارنېش وايي، چې په دې سفر کې یې ډېر ښارونه لیدلي او له ډېرو خلکو سره غږېدلی دی چې له ځینو څخه متاثره شوی هم دی.

 

هارنېش ایران له تضاداتو ډک هېواد بللی او ویلي یې دي چې یوې خواته د تهران ستر ښار دی او بلې خواته یې غریبې او ککړې سیمې او ولایتونه دي. د ایران په اړه د نوموړي بله مهمه خبره دا ده چې په دې هېواد کې مذهب د خلکو په عمومي ژوند کې کم نقش لري او حتی له ترکیې څخه هم په ایران کې د مذهب تاثیر کم دی.

 

د هارنېش په وینا د تهران په ۲۰ کیلومترۍ بخت ورسره یاري و نه کړه او د یو شمېر غلو او چوتارو کسانو لخوا غلط شو، هغه زیاتوي چې دې چوتارو کسانو د پولیسو جامې په تن کړې وې او تهران ته نېږدې یې له ده څخه اسناد او هغه کمرې واخیستې چې په لاره کې یې په سلګونو له خاطرو مالمال عکسونه اخیستي وو.

 

د یادونې وړ دا ده چې دې ورته پېښه له یوه بل الماني باسکېل ځغلوونکي فیلیپ مارک ګراف سره هم د سږ کال په اوړي کې شوې وه او ځای یې هم ایران و، خو نوموړي ته په جسمي لحاظ هم تاوان رسول شوی و. له دې پېښې سره هم پېتر هارنېش له خپلې پرېکړې نه دی تېر شوی او ژمن دی چې په باسکېل به خپل سفر ته دوام ورکوي. نوموړي پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په مني موسم کې به د اذرباجان پلازمېنې باکو ته سفر کوي.

 

پېتر هارنېش لومړنی کس نه دی چې په باسکېل دومره اوږد سفر کوي، بلکې تر دې مخکې ډېرو نورو کسانو هم د دنیا د لیدلو په خاطر په بایسکېل سفرونه کړي دي چې ‌ډېرې خاطرې یې هم له ځان سره ټولې کړې دي.

Your SEO optimized title page contents