fbpx

په کاپیسا کې د څو زره کالو پخوانۍ دوه مجسمې پیدا شوې

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹ – ۸صبح، ورځپآڼې په خپل یو تازه مطلب کې لیکلي دي چې د هېواد په کاپیسا ولایت کې د لرغون پېژندنې ادارې غړو د دریو میاشتو په موده کې د ځمکې د کېندنې وروسته د څو زره کالو پخوانۍ دوه مجسمې کشف کړي دي.

د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یو لړ شکمنو معلوماتو وروسته دا دوه مجسمې په دې ولایت کې لرغونپوهانو کشف کړې دي. چې مجسمو ته په کتو داسې ښکاري چې څو زره کلن تاریخ لري او د پخواني واکمن کنشکا اثار نومول شوي دي.

داسې هم ویل کېږي چې د دې دوو کشف شویو مجسمو ترڅنګ د (خم زرګر) په سیمه کې یو پخوانی کور هم د ځمکې لاندې د کېندنې پر مهال موندل شوی دی ولایتي ادارې هم منلې ده چې دلته د ځمکې لاندې یو پخوانی کور هم موجود وو.

خم زرګر ولسوالي په کاپیسا ولایت کې قرار لري چې د کوشانیانو د واکمنۍ پر مهال د بودایانو مرکز هم بلل کېده ورسره په څنګ کې ځیني روایت وایي چې د کنشکا پایتخت هم بلل کېږي

د افغانستان د لرغون پېژندنې ادارې په ۱۳۴۷ کال کې په کاپیسا ولایت کې د ځمکې کېندنې پیل کړې وې چې له نږدې ۴۰ کلونو وروسته دوی په دې وتوانېدل چې دوه مهمې مجسمې پیدا او کشف کړي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وایي، چې د کاپیسا د نورو سیمو را وروسته په خم‌زرگر سیمه کې د ځمکې دا کېندنې د دریو میاشتو راهیسې پیل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د ځمکې پېژندنې ادارې په دې سیمه کې د نورو تاریخي مجسمو د کشف ځیني نښې نښانې هم لیدلي دي چې له همدې امله دا مهال په دې سیمه کې د ځمکې کېدنې روانې دي چې ډیر ژر به د نورو کشفیاتو شاهدان هم یو.

قیس قادري زیاتوي، داچې په خم‌زرگر سیمه کې د مسکوني پخوانی کور هم موجود دی، نو دا په دې معنا ده چې په دې سیمه کې نور اثار هم شتون لري .

د معلوماتو له مخې د کاپیسا والي عبدالطیف مراد، د اطلاعاتو فرهنګ مسوولینو او نورو ولایتي چارواکو هم د یادو مهمو اثارو څخه لیدنه کړې ده او دایې د لرغون پېژندنې ادارې لویه لاسته راوړنه بللې ده.

د یادولو ده سږ کال د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې د دوی د یوې بر نامې له مخې د پنځو کلونو لپاره په ولایتونو کې د ځمکې کېندنې پیل کړي، څو پخواني اثار کشف او یوځل بیا یې یاد راتازه کړي.

Your SEO optimized title page contents