fbpx

بنګله دېشي لوبغاړو ولې خپل کرکټ بورډ سره ټکر کړى؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د یو خبري کنفرانس له لارې ویلي دي چې هغه وخت به د کرېکټ سره بایکاټ اعلان کړي، څو پورې چې د بنګله دېش کرکټ بورډ د پر مختګ لپاره د دوی غوښتنې پوره نکړي.

بنګله دېشي لوبعاړي وایي، که د دوی دغه پریکړه عملي بڼه غوره کړي، نو لومړی به د بنګله دېش په بي پي ایل لیګ کې برخه وانخلي، دا مهال یاد لېګ د پرمختګ په حال کې دی، خو د دوی د بایکاټ امکان هم ورسره هم مهاله نښتی دی، دغه راز یاد لوبغاړي زیاتوي که شته ستونزې حل نشوې نو د بنګله دېش او هند ترمنځ به په راتلونکو لوبو کې دوی ونه لوبېږي د لوبغاړو پر وینا د را روانې میاشت سفر لپاره روزنیز کیمپ کې به هم برخه وانخلي.

په مطبوعاتي کنفرانس کې یادو لوبغاړو په بي پي ایل کې هم د لوبډلو پر مالکانو او د بورډ پر کارکوونکو غږ وکړ چې د راغلو ستونزو له کبله ممکن دوی ونه لوبېږي چې مسوولیت دې هم مشران په خپله غاړه واخلي.

په کنفرانس کې د بنګله دېشۍ لوبډلې د شل اوریزو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر شکیب الحسن او الروانډر محمد الله ګډون کړی وو، دوی د بنګله دېش د نورو لوبغاړو په نماینده ګۍ له کرکټ بورډ څخه ۱۱ غوښتنې وکړې چې د پوره کېدا وروسته به بېرته د کرېکټ ډګر ته راستانه شي په هغو غوښتنو کې د بي پي ایل په اړه د پي سي بي وروستۍ پرېکړه هم رد ښودل شوې وه.

د بنګله دېش لوبډلمشر وایي په هغو یوولسو مهمو غوښتنو کې ډیر څه شامل دي چې باید کرکټ بورډ یې ورته پام وکړي،” شکیب وویل. “د ۱۹-کلونو کم عمره او د نورو لوبډلو سربیره ټولې لومړۍ درجې او ملي لوبډلې پکې شاملې دي. چې له نن څخه د بي پي ایل لوبو لپاره د لومړۍ درجې پورې ، د ملي لوبډلې چمتووالی او راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتو والی هر څه پکې شامل دي.”

د بنګله دېشي لوبغاړو د څرګندونو وروسته (BCB) اجرایوي مشر نظام الدین چودري همم وویل دوی به یوازې هغه وخت د لوبغاړو پر وړاندې غبرګون وښیې چې غوښتنې دوی ته په رسمي ډول وړاندې شي او دوی په جزئیاتو سم وپوهیږي.

په خبري کنفرانس کې یو خبریال د شکیب الحسن څخه وپوښتل چې دوی دا مهال د بنګله دېش کرکټ بورډ څخه څه تمه لري؟

” شکیب یې په ځواب کې ورغبرګه کړه چې د کرکټ بورډ سره به د غوښتنو پوره کیدا د خبرو په صورت کې حل لارې ومومي، خو کله چې غوښتنې پوره شي ، عادي خدمت به بیا پیل شي. موږ ټول غواړو چې کرکټ وده وکړي زموږ څخه ځینې به د نورو لسو کلونو لپاره ، ځینې د څلور پنځه کلونو لپاره ولوبیږي ، مګر موږ غواړو چې د راتلونکو لوبغاړو لپاره ښه چاپیریال رامینځته کړو چې یوه ښه ارامه فضا به زموږ څخه وروسته ځوانو لوبغاړو ته جوړه شي، چې په دې ترتیب د بنګله دیش کریکټ کولی شي پرمخ لاړشي. ”

شکیب داهم روښانه کړه چې ښځینه کریکټرې د نن ورځې په پرمختګونو کې هیڅ ندي شاملې شوې، خو وایي که دوی پکې برخه اخلي نو ښه راغلاست ورته وایو.

نوموړی زیاتوي “موږ نشو کولی چې دلته د ښځینه کریکټ لوبغاړو برخه واخلو ځکه زه ډاډه یم چې دوی هم شکایتونه لري که دوی موږ ته راشي او له موږ سره ګډون وکړي ، موږ به وکولی شو د دوی غوښتنې هم له مسوولینو سره شریکې کې کړو.

Your SEO optimized title page contents