fbpx

د ثبات او همپالنې ټيم: د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا د مشر دنده دې وځنډول شي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹ – د هېواد اجرایه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، چې د ټاکنو کمیسیون د امنیتي مسوولینو ترڅنک دې د ټاکنو دارالانشا د رئیس دنده هم وځنډول شي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غړو نن په پلازمېنه کابل کې یو خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مهمې تخنیکي برخې ته د امنیتي کسانو د ننوتلو موضوع دې په جدي ډول سره وڅېړل شي.

د ولسمشر غني دغه مخالفه ډله په کلکه ادعاوې کوي چې یو شمېر امنیتي کسان د ټاکنو کمیسیون تخنیکي برخو ته دننه شوي دي او په بایو مېټریک دستګاوو کې پراخه لاسوهنه کړې ده.

دوی له حکومته د دارالانشا د مشر ،د امنیت مرستیال خوشال سادات او په کمیسیون کې د امنیتي کسانو د دندو ځنډولو غوښته کړې ده.

یادې ډلې داهم ویلي دي چې بایلونکی ټیم غواړي چې د لوبې په وروستیو شېیو کې د لوبې قاعدې بدلې کړي او یاده لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوي، خو ځیني سرچیني دا ډول نیوکې بې بنسته بلي.

یاد ټیم د رایي شمېرنې په برخه کې پر شفافیت ټینګار کړی دی او ویلي دي چې دوی به په ټول توان سره د خلکو له ریښتینو رایو دفاع وکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دا ادعاوې رد کړي چې ګواکې افغان ځواکونو د بایومتریک په سېستم کې لاسوهنه کړې ده او زیاتوي چې دا مطلق بې بې بنیاده خبره ده.

خو په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانان لیکي چې له اوسنیو حالاتو معلومیږي چې ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله غواړي د درغلیو لپاره د لار پرانیزوولو او د خوشال سادات د دندې ګوښه کولو لپاره دسیسیه جوړه کړي.

ولس وایي، داچې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په ټاکنو کې د درغلیو او د خوشال سادات لېرې کېدلو کوښښونه کوي پرې بی نږدي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

بلخوا پرون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډېدلو له امله له ښکېلو غاړو او افغانانو بښنه وغوښته چې ولې دوی یادې پایلې پر وخت اعلان نکړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټینګار سره وایي چې په بایومیټریک سېستم کې د یو لړ تخنیکي ستونزو له کبله د لومړنیو ابتدایي پایلو ځنډ رامنځته شوی دی چې دې ته دې نوماندان او رسنۍ بل رنګ نه ورکوي.

د یادولو ده په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې د ټاکنو کمیسیون به د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې پر ۲۷ مه او نهایي پایلې به د لړم پر ۱۶ مه نېټه اعلان کړي، خو د تخنیکي ستونزو له کبله یو ځل بیا د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوې.

Your SEO optimized title page contents