fbpx

مارک اسپر: امریکایي پوځیان په افغانستان کې د پاتې کېدو لېواله نه دي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۹ – د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وایي، هېواد یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی او دایې ثابته کړې هم ده چې د افغان ځواکونو ملاتړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر پرون مازدیګر ناوخته په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی، هغه پرون خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان ته یې د راتګ هدف دا دی چې د سولې یو تړون وشي او له سیاسي لارو چارو په افغانستان کې د څو لسیزو جګړه خمته کړي.

نوموړي نن په کابل کې یو جوړ شوي خبري کنفرانس ته ویلي دي داچې په سوریه او افغانستان کې امریکایي پوځیان شته او په دواړو هېوادونو کې لا هم پراخې جګړې روانې دي، خو له دې سره سره هم دوی دې ته لېواله نه دي چې په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا دفاع وزیر زیاتوي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو هر ډول کمښت له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړون پورې تړاو لري چې د همدې تړون له مخې به یاد پوځیان له افغانستانه وار په وار سره ووځي.

اسپر داهم وویل، چې دوی په افغانستان کې په ملیاردونو ډالره پانګونه کړې ده او له افغانانو سره د همکاریو اوږدمهاله ژمنتیا لري، له همدې کبله به هغه وخت له افغانستانه ووځي کله چې دوی باوري شي چې یاد هېواد د ترهګرو له ځالو خوندي دی.

دغه راز تېره شپه هم د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر سره لیدلي و، په هغې لیدنه کې دواړو لوریو په سولې، امنیت، ټاکنو او د فساد پر وړاندې په مبارزې هر اړخیز بحث کړی و.

مارک اسپر د افغان ولسمسر سره په لیدنه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې په راوستو او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې دوی همکار دي.

نوموړي په دې ناسته کې د فساد سره په مبارزې هم ټینګار کړی دی او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې دې لومړی امنیتي ادارې له فساد څخه پاکې شي ځکه چې تر ټولو مهم بنسټونه دي.

مارک اسپر د تېرو کامیابو ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم افغان حکومت او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دوی د رڼو او شفافو ټاکنو ملاتړ کوي.

د یادولو ده په دې لیدنه کې افعان ولسمشر هم د تل په څېر په دې ټینګار وکړ چې دوی سولې ته ژمن دي او سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی.

Your SEO optimized title page contents