fbpx

افغان کرکټ بورډ کې د لوبغاړو او چارواکو ترمنځ شخړه شوې

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۲ اکتوبر۲۰۱۹دافغانستان په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو او د بورډ دچارواکو ترمنځ شخړه شوې ده .

په دغه شخړه کې د کرکټ بورډله سي او لطف الله ستانګزي سره د ټیم کپتان راشد خان ، هشمت شهیدي ، نجیب ځدراڼ او ځینو نورو لوبغاړو ګډون درلود.

د کرکټ بورډ یوه چارواکيخبریال ډاټ کام ته وویل چې اوسني کپتان راشد خان پخوانی کپتان ګلبدین نایب هم ددغې شخړيلور ته راکش کړی دی .

شخړه د نړۍ وال جام په دوران کې د میچونو پر فیس رامنځ ته شوې ده .

لوبغاړي د نړۍ وال جام پر مهال د میچونو د فیس د هغه ژمنه شویو پیسو غوښتنه کويچې له دوی سره د کرکټبورډ پخوانيچرمین عزیزالله فضلي له لوريشوې وه .

هغه وخت عزیزالله فضليد کرکټلوبغاړو ته د (۳۰۰۰) ډالرو میچ فیس ژمنه ورکړې وه ،خو د کرکټ بورډ بل غړي او پخوانيچرمین مشعل بیا ویليوو چې لوبغاړو ته ديد میچ فیس له (۳۰۰۰) ډالرو (۵۰۰۰) ډالرو ته پورته کړل شي‌.

د افغانستان د مليټیم یوه لوبغاړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ډاټ کام ته وویل چې اوس دافغانستان کرکټ بورډوايي چې لوبغاړو د نړۍ وال جام پر مهال سمي لوبينه ديکړې ، دافغانستان نوم او وقار ته یې زیان اړولی دی ،ځکه ورته ژمنه شوي‌(۳۰۰۰) ډالر د میچ فیس نه ورکول کېږي ،بلکه د یوه میچ پر سر به (۱۰۰۰) ډالر ورکول کېږي‌.

د کرکټ بورډڅخه سرچینو خبریال ویب پاڼې ته ویلي چې هم دا موضوع ددې سبب شوې چې کپتان راشد خان د سي اوړ یعني اجرایوي ریس خلاف پراخ کمپاین شروع کړی دی .‌

دافغانستان کرکټ بورډ که څه هم په نوم چرمین لري ،خو چرمین فرحان یوسفزی په بورډ کې نه لیدل کېږي او همېشه بهر په خپل تجارت بوخت وي .

د نړۍ وال جام پر مهال د کرکټ نړۍ واليشورا (ای سي سي ) افغان کرکټ بورډ ته نړۍ وال جام ته تر لار موندلو سمدستي وروسته یو میلیون ډالره بودیجه ورکړه .

د هغې بودیجې له مخي دافغانستان د کرکټټیم سکوارډ ته هر هغه لوبغاړيته چې لوبه کې به یې برخه اخیسته (۳۰۰۰)‌امریکا يي ډالر مچ فیس ورکول کېده ،او ر هغه لوبغاړی چې په سکوارډ کې موجود وو او لوبه به یې نه کوله د (۲۰۰۰) امریکا ييډالرو ژمنه ورکړل شوې وه .

سرچینه وايي چې د مليلوبډليکپتان راشد خان دافغانستان د کرکټبورډ اجرایوي ریس ته اخطار ورکړی چې که چېرته غواړي چې اجرایويریس پاتې شينو دي د نړۍ وال جام د میچ فیس هر لوبغاړي ته (۳۰۰۰) ډالر ورکړي‌.

دا چې دا سلګونه زره ډالر کېږي ، کرکټ بورډ لوبغاړو ته ویليچې دومره بودیجه هغه لوبغاړو ته نشيورکولای چې په ټول نړۍ وال جام کې یوه لوبه هم ونه ګټله او د پردیو لیګونو لپاره ښې لوبي کوي .

تر اوسه دافغانستان کرکټ بورډ په دې تړاو په رسمي ډول څه نه ديویلي،البته له دې موضوع نه د کرکټبورډ ټول مشران خبر شويدي .

Your SEO optimized title page contents