خبریال ډاټ کام: په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي” حاجي سید احمد سیلاب” خیریه بنسټ له لوري نن یو ځل بیا په دغې ولایت کې د ۴۰ جوړو ډله ییز ودونه پر یوه هوټل کې ترسره شول.
د دغو مراسمو ټول مصارف د تل په څیر د سیلاب خیریه بنسټ مشر او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازي سید احمد سیلاب په غاړه اخیستي و.
په ټولنیزو رسنیو د دې ودونو ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې شوي دي چې پکې ښکاري په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سیلاب د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره هلې ځلې کړي دي.
سید احمد سیلاب پر خپله فسبوک پاڼه باندې د دغو ۴۰ جوړو د ډله ییز واده په اړه ویلي دي چې د واده ټول مصارف سیلاب خیریه بنسټ پر غاړه اخیستي دي او په ډیر ښه شکل سره یې ورته مراسم نیولي دي .
د معلوماتو له مخې د دغو مراسمو مېلمستیا ته د واده زلمیو د کورنۍ غړو او خپلوانو ترڅنګ ګڼ شمېر نور مېلمانه هم راغوښتل شوي و.
په خپرو شویو ویډیو کې ښکاري چې د ناوې او د واده د زلمي لپاره حتا موټرې هم د سیلاب خیریه بنسټ له لوري په بیلابیلو ګلانو رنګین شوي دي او تر کوره یې ټولې جوړې د عام دود له مخې رسولې دي.
دغو ۴۰ جوړو څه وخت وړاندې د خپل ژوند انتخابونه کړي و، خو د ولور نشتون، یاهم د ډیر ولور او د مراسمو د ترسره کولو د لګښت د نه لرلو له کبله یې ودونه له ځنډ سره مخ شوي و، خو نن د سیلاب خیریه بنسټ له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شول.
د واده زلمیانو هم د خپلې بې وزلیو په اړه ویلي دي چې د ولور د نه شتون ترڅنک یې حتا د واده پروګرام د کولو توان هم نه درلود چې له همدې امله یې پر سیلاب خیریه بنسټ غږ کړی دی څو یې د ودونو مراسم ترسره کړ
د سیلاب خیریه بنسټ مشر سید احمد سیلاب وایي، چې په شاملو ۴۰ جوړو کې هیچا هم د واده کولو توان نه درلود چې له همدې کبله لاس په کار شوی دی او د دوی د ژوند د رنګینه کولو لپاره یې دا ګام پورته کړی دی.
د سیلاب خیریه بنسټ د دغې ډله ییز واده پر موخه د هرې جوړې لپاره د دود له مخې بیلا بیل کیکونه هم جوړ کړي و چې د ولسي جرګې د وکیل له لوري پرې شوي دي.
د ودونو د مراسمو پر مهال د دغو ۴۰ جوړو زلمیانو او ناوې ګانو د کورنیو غړو د سیلاب خیریه بنسټ څخه هم مننه کړې چې د دوی د بېوزلۍ او بې کسۍ غږ یې اوریدلی دی او د دوی ودونه یې وکړل.
د یادولو ده چې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید احمد سیلاب له ډیر وخت راهیسې د خپل خیریه بنسټ له لاري په کندهار او نورو سیمو کې د بې وزلو او یتیمانو ډله ییز ودونه کوي.