fbpx

لندن ته څېرمه یوه لارۍ کې (۳۹) کډوالو مړي‌ موندل شوی

خبریال ډاټ کام لندن / ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹د بریتانیا د انګلستان پلازمېني لندن جنوب ختیځ لورته د ایسیکس په ښارګوټي کې په یوه لارۍ موټر کې (۳۹) مړي‌ (جسدونه) موندل شوي‌ چې (۳۸) یې بالغه کسان او یو تنکی ځوان ورکي شامل دی .

په لندن کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې د ایسیکس د ښارګوټي هغه سیمه پولیسو کلابنده ړې چې دا مړي‌ورکي موندل شوي دي .

د بریتانیا پولیسو نن د چارشنبې په ورځ دا په لارۍ کې بار کانټینر موندلی دی .

پولیس وايي چې د لارۍ چلونکی یې نیولی ، او پوښتنې ګروېږنې ترې رواني دي .

د پولیسو په حواله د لارۍ ۲۵ کلن موټر چلوونکی چې احتمالاً د شمالي آیرلنډ اوسیدونکی دی.

د پولیسو لمړنۍ پلټنې ښيي چې دغه لارۍ موټر د تیرې شنبې په ورځ له بلغاریا څخه د بریتانیا ویلز ښار ته ننوتی دی .

بریتانیا چې د څلورو هیوادونو جوړه ده شاوخوا یې اوبه راڅرخېدلي او دلته راتلونکي کډوال یا خو له لاریو او یا هم له کښتیو کار اخلي .

داسي برېښي چې موندل شوي کسان ټول ناقانونه کډوال دي ، چې ژوند یې په دې پړاو کې له لاسه ورکړی دی .

که څه هم تر اوسه لا نه ده روښانه چې دې کډوالو کې د کوم هیواد اوسېدونکي شامل دي ،خو په لویه کې بریتانیا ته افغان کډوال دراتګ زیاته هڅه کوي .

په بریتانیا کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌چې د فرانسې له لوري هري لاری او لوی موټر ته کډوال د ورختلو هڅه کوي چې د لویو کښتیو یا تونل له لاري د لاریو په وسله بریتانیا ته داخل شي‌.