fbpx

د پیسو کمښت په نړۍ کې سلګونه زره ماشومانو ته ګواښ پېښ کړی

خبریال ډاټ کام کابل / ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د حقونو نړيوالې مرستدندويه ادارې يا يونسف (UNICEF) خبر داری ورکړی؛ چې د بسپنې (فنډ) د کميدو له امله د لکونو ماشونو ژوند په هغه سيمو کې له سخت خطر او ستونزو سره مخ دی چې جنګ او طبعي پيښو ځپلي دي .

يونسف يا د ماشومانو د حقونو مرستندويه ادارې دا خبراری په داسې حال کې ورکړی چې غوښتل يې د روان 2019 کال لپاره 4 بيليونه پسپنه (مرسته) راټوله کړي .

البته د یونسیف چارواکيوايي چې روان کال په ختميدو دی دغې ادارې يوه ډيره ليږه برخه مرسته تر لاسه کړي ده .

دا په داسې حال کې ده چې دغه مرستندويه اداره د نړۍ په 60 هيوادونو کې د فعاليت تر څنګ د نړې د 41 ميليونه ماشومانو لپاره د ژوند دساتنې، روغتيا، ښوونې او غذا په برخه کې بيلا بيل پرګرامونه بربروي.

دغه راز په نيو يارک کې د يونسف يوې سبالوونکي؛هينرينټا فورني رسنيو ته ويلې چې په نړې کي د پيچلو انساني بحرانونومنځته راتګ د لکونو ماشومانو په ژوند ډير بد تاثير کړی او له سختو ستونزو سره يې مخ کړي دي .

دا زياتوي چې په نړۍ کې دماشومانو لپاره د لومړنيو اسانتياوو د نشتون تر څنګ د ښوونځيو ،مناسبې غذا ،او د پوليو د واکسين له نشتون سره سره ماشومان له بيلابيلو نورو ځورونو سره مخ دي .

هينرينټا فورنې په خپلو خبرو کې له مرستندويانو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د بنسټيزو غوښتنو لپاره دې خپلې مرستې زياتي او دوی ته دي وسپاري .

هغې انديښنه څرګنده کړه چې که مرستې ددې کال تر پايه همداسې کمې وې نو سختې او ناوړه پايلې به ولري .

هينيرينټا زياتوي چې د سوريې په ډيرو سيمو کې جنګ روان دی او د ترکيې، ارودن ، لبان، او دعراق هيوادونو متاثره ماشومانو د مرستي لپاره يې 249 ميليونه ډالرو ته اړتيا وه چې د نشتون له امله 4 لکه او 60 زره کډوال بې تعليمه پاتې شول .

بل پلو افغانستان هم د هغو هيوادونو په ډله کې راځې چې ماشومان يې له سختو کړاونو سره مخ دي مرګ ژوبله ، دايمي فلج، د خوړو، سرفنا او ښونځيو نه شتون او په ماشومانو شاقه کارونه کول يې ښه بيلګي دي .

د یادولو وړده چې افغانستان، پاکستان، نايجريا هغه هيوادونه دې چې د ماشومانو د دايمې فلج (ګوزڼ) پېښي پکې ډيري دي .

عبدالحق دانش