کور پاڼه / جالب / د ټولنيزو رسنيو د ١٠ کلونو په خبرونو څېړنه شوې

د ټولنيزو رسنيو د ١٠ کلونو په خبرونو څېړنه شوې

په ټولنيزو رسنيو درواغ خبرونه د ټولې نړۍ لپاره سردردى جوړ شوى دى. د ټولنيزو رسنيو د تېرو لسو کلونو پر خبرونو څېړنه شوې ده، چې په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې درواغ خبرونه د نورو خبرونو په پرتله شپږ ځله ډېر خواره شوي دي.

په پښتو کې يو متل دى، ((چې رښتيا رارسي، درواغو به کلي وران کړي وي)) همدا متل له دې څېړنې وروسته د ټولنيزو رسنيو د خبرونو په سم ښکاري.

په دې څېړنه کې په ټويټر د خپروو شوو ١٢٦ زره خبرونو څخه زيات خبرونه څېړل شوي دي، څېړنه کې دا هم ويل شوي دي چې دا خبرونه څلور نيم ميليونه ځل په بيا ځلې ټويټ (شريک) شوي دي.

په دې کې درواغ خبرونه اويا سلنه ډېر شريک شوي دي.

په درواغ خبرونو کې د امنيت، ترهګرۍ او ساينس په اړه خبرونه شامل دي.

تر ټولو زيات خبرونه بيا د سياست په اړه دي.

پوهان وايي، چې د درواغو خبرونو د زياتو خپرېدو لامل د انسان خپل فطرت دى، دوى په دې هم اندېښنه ښکاره کړې، چې دومره زر د درواغو خبرونو د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې هېڅ لار نه ده پېدا کړې. د درواغو خبرونو د مخنيوي په لړ کې سياسيون، د آى ټي شرکتونه او پوهان ټول پاتې راغلي دي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

جاپان کې يو روبوټ غواړي چې ښاروال شي

د ټېکنالوژۍ او روبوټونو د هېواد څخه تازه خبر دا راغلى دى، چې په دغه …

د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

که چېرته تاسو ځيرک موبايل لرئ او په هغې کې انټرنېټ کار نه کوي، يا …