کور پاڼه / نړۍ / سعودي عرب کې ٥ کاله کې ٦٦ پاکستانيان زندۍ شوي

سعودي عرب کې ٥ کاله کې ٦٦ پاکستانيان زندۍ شوي

سعودي عرب کې په تېرو پنځوو کلونو کې ٦٦ پاکستانيان زندۍ شوي دي، چې دا په نشه يي کارونو، جنسي تېروي، قتلونو او نورو جرمونو کې ککړ ول.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان په سينټ غونډې کې د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف سينټ ته خبرې وکړې. آصف وويل چې د ١٦ جنورۍ ٢٠١٣ کال را په دې خوا په سعودي عرب کې ٦٦ پاکستانيان زندۍ شوي دي، چې دا په يو شمېر جرمونو کې ککړ ول.

هغه همدا راز وويل، چې په سعودي عرب کې ډېرى شمېر پاکستانيان په زندانونو کې بنديان دي، چې سفير يې ليدنې ته ورتللاى شي، خو شمېر يې ډېر زيات دى.

په عربي هېوادونو کې ډېر زيات پاکستانيان، هنديان، افغانان او د يو شمېر نورو هېوادونو وګړي کار کوي، ډېرى خلک يې هلته خپل کاروبارونه لري او نور يې بيا مزدوري او بېلا بېل کارونه کوي.

خو ويل کېږي چې په عربي هېوادونو کې بيا ډېر زيات پاکستانيان په غلطو کارونو کې لاسونه لري، چې پکې غلاوې، نشه يي موادو پلورل، وړل، د جنسي تېريو پېښې، قتلونه او يو شمېر نور شامل دي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

ټرمپ له کیم جون اون لیدنه بې ګټې بولي

ډونالډ ټرمپ وايي، که د شمالي کوریا له رهبر کیم جون اون سره پلان شوې …

روحاني وايي هر ډول وسلو ته مو چې اړتیا وي جوړوو

ایراني چارواکي وايي د ځان ددفاع لپاره هر ډول وسلو ته چې ضرورت وي یا …