The news is by your side.

د ماشوم نړیواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې

خبریال وېب پاڼه/د دوشنبه د جون میاشتې لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د ماشوم ورځ نمانځل کېږي خو افغان ماشومان لا هم د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري.

په نړۍ کې هر کال د جون لومړۍ نېټه د ماشوم په نوم نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې نه یوازې د دغې ورځې نمانځل ډېر پیکه او پر نشت حساب دي بلکې د ژوند ډېری لومړنیو اړتیاو ته هم لاسرسی نه لري.

فقر، وزګاري او د کور د سرپرست نه شتون د افغان ماشومانو تر ټولو سترې ستونزې بلل کېږي چې دوی یې له زده کړو او د ښه ژوند کولو له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

څه د پاسه یوه نیمه میاشت وړاندې د خوړو د بحران په هکله د یونېسف په یوه راپور کې راغلي وو چې افغانستان د خوړو بحران په دریم مقام کې ځای لري او له همدې امله زرګونه ماشومان د خوار ځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغې سازمان د موندنو له مخې په افغانستان کې شاوخوا آووه سوه زره افغان ماشومان له جدي خوار ځواکۍ سره مخ دي چې بېړنۍ روغتیا ته اړتیا لري که نه په وینا یې دلته به دغه ستونزه نوره هم زیاته او جدي شي.

له دې سربېره ډېری ماشومان په افغانستان کې درانه او شاقه کارونه کوي چې له همدې امله د دوی ژوند په راتلونکي کې نور هم تریخ کېږي او د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

افغانستان چې روانو جګړو او طبیعي آفتونو په کې هر اړخیز اغېز شیندلی دی، د ماشومانو له لومړنیو اړتیاوو را نیولې بیا تر نور لویو او بنسټیزو اړتیاوو پورې، ډېر څه له جدي ګواښ سره مخ دي. که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې له نړیوالو څخه په ملیاردونو مرستې راغلې تر څو په بنسټیزو چارو او سالمه حکومتولۍ کې ولګول شي، خو د دولت په چوکاټ کې د فساد شتون او د سیاسیونو تلپاتې اختلافونو حتی ډېر لوی کارونه له جدي خطر سره مخ کړي دي.

په هېواد کې زرګونه ماشومان چې شمېر یې ښایي ډېر لو وي، خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو په موخه درانه او له خپلې وسې پورته ارونه کوي. په دې برخه کې ډېری مافیایي کار فرما طبقه هم په دغې له ماشومانو نه د دوی د مجبوریت له مخې بدې استفادې کوي او د هر کار ترسره کولو ته یې اړ باسي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په وار وار په خپلو بیانونو کې ویلي دي چې لا هم په افغانستان کې له ماشومانو نه د قاچاق، سختو کارونو په ترسره کولو او له دوی نه په جنسي ځورولو کې کار اخیستل کېږي.

په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي او ماشومانو ته د روحیې، روزنې او ښوونې په موخه بېلا بېل پروګرامونه نیول کېږي خو په افغانستان کې لا هم د ماشوم لپاره ځانګړې پاملرنه نشته ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.