fbpx

تازه خبر: برتانیا پارلمان د ټولټاکنو پرېکړه وکړه

خبریال لندن / ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹د برتانیا پارلمان هم دا څوشېبې وړاندي په یوه بې سارياقدام کې په لوی اکثریت د ټولټاکنو پرېکړه وکړه .

دپارلمان وکیلانو (۴۳۸) رايي د ټولټاکنو په حق او (۲۰) رايي د ټولټاکنو په مخالفت کې وکارولې.

راتلونکې ټولټاکنو به د روان کال د ډیسمبر میاشتيپر (۱۲) نېټه کېږي .

د واکمن محافظه کاره ګوند له لوريټاکل شويل مړيوزیر بوریس جانسن غوښتل چې بریتانیا د روان کال درواني میاشتيتر ۳۱ نېټې بریتانیا له اروپايي ټولنې وباسي، خو دده هڅيد پارلمان له لوري رد شوې .

نوموړی اړ شو چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د ایستلو نېټه چې وړانديڅو ځلي‌ (۳۱) اکتوبر ټاکل شوې وه درې نورو میاشتو لپآره وغځوي، چې اروپاييټولنې هم ورسره هوکړه وکړه .

لمړی وزیر بوریس جانسن غواړيد نویو ټاکنو په ترسره کولو سره پارلمان کې لوی اکثریت وګټي،څو بریتانیا له اروپاييټولنې په هغو شرایطو وباسيچې دده خوښه ده .

په پارلمان کې دوه لوی ګوندونه لیبرل ډیموکراټاو د سکاټلنډ ایس ایم پيګوند په پرېکنده توګه د بریکزیټ یا له اروپاييټولنې د بریتانیا د وتلو مخالفت کوي .

د بریتانیا بل لوی ګوند (کارګرګوند) که څه هم په څرګنده د بریګزیټ مخالفت نه کويخو وايي دا چاره باید له اروپايي ټولنې سره په هماهنګي ترسره شي چې راتلونکو کې بریتانیا له اروپآسره ښه اړیکي ولري‌.

داسيانګېرنې شته چې دې ټاکنو کې هغه ګوندونه ډېري راييترلاسه کړيچې د بریکزیټ په تړاو څرګند دریځ لري ، یا یې پرېکنده مخالفین دي او یا یې پرېکنده پلویان دي .

له اروپاييټولنې د وتلو په ګټه بریتانویانو په ۲۰۱۶ میلاديکال کې د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې رایه ورکړه ، خو له اروپاييټولنې د بریتانیا د وتلو په تړاو ګڼ پلانونه د پارلمان له لوريونه منل شول او د ټول پوښتنې درې کاله وروسته هم دا چاره بشپړه نشوه ؛ چې ددغه هیواد پر اقتصاد یې خورا ناوړه اغیزيوشوې .

د بریکزیټ پلویان استدلال کوي چې له اروپاييټولنې وتل د بریتانیا د اصليخپلواکۍ په معنا ده او دوی به د خپل هیواد چارې په خپل واک کې ولري ؛ خپله به خپل قوانین جوړوياو په خپله خوښه به سودا ګریزيمعمیلې کوي .

بل لورته په اروپاييټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو پلویان واييچې بریتانیا په یوازيسر د (۲۷) اروپايي هیوادونو له یوه ګډ مارکیټ سره سیالينشيکولای ؛ او لندن چې د اروپاييټولنې په یوډول مالي پلازمېنه بلل کېږي خپل دریځ له لاسه ورکړي ؛ نړۍ وال شرکتونه به کډه وکړياو خپلې پانګې به امسټر دام ، فرانکفورټ، او ډبلین ته ولېږدوي‌.

اټکل دی چې دا ځل به د برتانیا حکومت داسيیو کمزوری پارلمان ولريچې هیڅوک به ورکي لوی اکثریت نه وي .