fbpx

پاکستان کې پر ماشومانو جنسي تېري زیات شوي‌

خبریال پېښور/ ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹- تازه راپورونه کاږي چې په پاکستان کې پر ماشومانو جنسي تېري زیات شوي‌ او هره ورځ (۶) ماشومان د جنسي ځورونو سره مخامخ کېږي .

په دغو جنسي ځورونو کې زیاتره اتادان او د قران کریم قاریان ښکیل بلل شوي دي.‌

د ماشومانو د حقونو خونديتوب اداره «سپارک» سپارښتنه کوي چې مېندي او پلرونه بايد خپل ماشومان له استادانو سره يوازې پرې نږدي بلکې د زده کړو پر مهال هلته موجود وي.

تازه د پاکستان رسنیو یوه داسي‌ ویډیو خپره کړې چې یو قاري خپل ماشوم زدکونکی جنسي اړیکو ته اماده کوي .

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا ویډیو د یوه پلار له لوري هغه مهال جوړه کړل شوه چې ګڼو زدکونکو د یوه دیني عالم له جنسي ځورونو شکایت وکړ.‌

په پاکستان کې ډېر خلک خپلو ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو لپاره شخصي استادان په پیسو نیسي ؛ کله استادان د ماشومانو کورونو او کله ماشومان د استادانو کورونو ته ورځي چې د پاکستاني رسنیو په وینا اکثره د جنسي ځورونو سبب ګرزي .

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره فعاله سازمان ساحل د ۲۰۱۸ م کال په کلني رپورټ کې ويلي چې په دې هېواد کې ۳۸۰۰ ماشومان له جنسي ځورونو سره مخامخ شوي ول.
البته دا هغه شمېرې دي چې راجسټر شوې دی ، خو د جنسي ځورونو ډېری پېښي نه راجسټر کېږي او اکثره خلک د غیرت او یا ناموس ساتنې پر پار داسي‌ پیښي نه راجستر کوي .
د ماشومانو د حقوقو دساتنې سازمانونه وا يي چې هغه هلکان چې عمرونه يې د شپږ او پنځلس او هغه نجونې چې عمرونه يې د شپاړس او اتلس کالونو په منځ کې وي د جنسي ځورونو له خطر سره زيات مخامخ وي.

پا کستان چې په لویه کې د ښځو ، ماشومانو او ان تر دې چې د انسانانو د حقوقو په ناسم چلند تورن دی ،اوس یې هڅه پیل کړې ده چې د ماشومانو د حقوقو خوندي‌توب ته پام وکړي .

که څه هم پاکستان په ټوله نړۍ کې په ترهه ګر هیواد پېژندل شوی، اوس یې چارواکو هڅه پیل کړې چې د ماشومانو پّ ځورونه تورن هیواد ونه پېژندل شی .

د هغه هیواد لمړي وزیر عمران خان تازه دوې ورځي‌وړاندي‌ د پنجاب ګورنر ته امر کړی چې د سکول استادان، ديني عالمان او مېندو او پلرونو ته د جنسي ځورونو د مخنيوي په اړه د پوهاوي ترڅنګ روزنه ورکړي څو دا ستونزه په پنجاب کې راټیټه شي .
خو دا چې دا امر به څومره عملي‌ کېږي دا وخت ته اړتیا لري .