fbpx

ټرمپ : شرم دی ، تر شیکاګو د افغانستان امنیت ښه دی

خبریال نیویارک / ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۹د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې دامریکا د شیکاګو ایالت تر امنیت په افغانستان کې امینت ښه دی .

نوموړيپه شیکاګو کې په یوه غونډه کې وویل: “رښتیا هم د شرم ځای دی. په ټولې نړۍ کې په شیکاګو خبرې کیږي. افغانستان د شیکاګو په پرتله ډېر امن دی. ”

که څه هم افغانستان د شیکاګو په انډول په ۲۰۱۷ کال کې ښه وو خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د افغانستان د هريمیاشتي پېښي د شیکاګو تر یوکال پېښو هم ډېريدي .‌

بل پلو که وکتل شيافغانستان شاوخوا ۳۸ میلیون افغانان ژوند کوي  او شیکاکو ۲.۷ میلیون نفوس لري.

په افغانستان کې ترهه ګريروانه ده ، خو په شیکاګو کې د تاوتریخوالي پېښي ټوليله جناييجرمونو سره تړاو لري‌.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپچې په ډرامايي ټویټونو او ډرامايي وینا وو مشهور دی کله کله ډېرينادوده خبريکويچې اکثره د امریکا يي ولس له غبرګون سره مخامخ کېږي‌.‌

که څه هم هغه همېشه د شیکاګو پر امنیت نیوکې کړي دي، خو دا ځل یې ددغه ایالت پرتله د نړۍ له یوه داسيهیواد سره کړې ده چې هر وګړی یې په نا امنيکې ژوند کوياو د ژوندي پاتې کېدو لپاره هیڅ وسایل نه لري .

امریکا يي رسنیو د ټرمپ پر دغه وینا نیوکې کړيدي او دا یې هسي یوه ډراماتیکه خبره بللې ده .

شکاګو د امریکا دریم لوې ښار دی او صدر ټرمپ شکاګو د یو داسې ښکار په توګه ښکاره کول غواړي چې ښهري ادارې پکې سم کار نه کوي.

په تېرو وختونو کې صدر ټرمپ شکاګو د وار زون یا د مېدان جنگ په نامه هم یاد کړی دی.

خو بل لورته افغانستان چې یو جګړه ځپلی هیواد دی او له تېرو نېژدې (۴۰) کلونو راهیسي هلته جګړه روانه ده د شیکاګو سره مقایسه کول امریکا یان یو نا مناسبه خبره بولي‌.

شیکاګو د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله نا امنه ایالت دی ، هلته غلا غدۍ او د جنايي جرمونو پېښي زیاتي کېږي‌.