The news is by your side.

د احصائیې ملي اداره د پښتون ضد کړۍ ولکه کې ده

خبریال وېب پاڼه/نن دوشنبې د جون میاشتې لومړۍ نېټه د احصائیې ملي ادارې د هېواد د نفوسو نوی اټکل اعلان کړ چې په کې ډېرې نیمګړتیاوې لیدل کېږي.

د احصائیې ملي ادارې لخوا نن د نفوسو نوی اټکل اعلان شو چې په کې په روان کال کې د ټول هېواد ټولي نفوس ٣٢,٩ میلیونه تنه اعلان شو، چې له ډلې یې ١٦,٨ میلیونه(٥١,٠ سلنه) نارینه او ١٦,١ میلیونه(٤٨,٠سلنه) ښځینه دي.

په یاده شوې اټکلیزه سروې کې راغلي چې د ماشومانو شمېر ۱،۵ ملیونه چې د پورتني نفوس ۴،۶ سلنه جوړوي راغلی دی، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې څه د پاسه ۱۰ ملیونه ماشومان په ښوونځیو کې زده کړې کوي. دری ملیونه ماشومان له  زده کړو څخه بې برخې دي.

یو شمېر سیاسیون په دې باور دي چې د احصائیې په ملي اداره کې په شعوري بڼه پښتون ضد کړۍ حاکمه ده او هڅه کوي په لوی لاس پښتانه کم وښيي.

د عامې روغتیا پخواني سلاکار ښاغلي ډاکتر بازمحمد شیرزاد خبریال ته وویل چې د احصائیه ملي اداره د شعوري پښتون ضد اشخاصو په ولکه کې ده او دوی هڅه کوي په لوی لاس پښتانه کم وښیي او په انحصاري ډول خپل خوښی اټکل اعلان کړي. ښاغلي شېرزاد وویل:

((په افغانستان کې د یونیسېف او ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې ۹،۵ ملیونه تر ۵ کلنۍ ښکته ماشومان واکسین کېږي چې زموږ د عمومي نفوس ۲۰ سلنه جوړوي، نو اوس تاسې خپله فکر وکړئ چې په ګاونډي پاکستان، ایران او نوره نړۍ کې به د افغانستان څومره خپاره وي چې ورسره جمع شي، اصلي شمېره به آن تر ۴۵ یا ۵۰ ملیونه پورې ورسېږي))

په تازه اعلان شوي اټکل کې د کوچیانو نفوس د څه د پاسه څلورو لسیزو وړاندې شمېره (۱۳۵۷ ل) کال ښودل شوې ده چې هېڅ راز بدلون او زیاتوالی په کې نه دی راغلی.

مدني فعال او د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله آزاد هم د احصائیې ملي ادارې خپاره کړي ارقام ناسم وبلل. نوموړي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې یاده شوې سروې یوازې په کور د ننه افغانستان کې ترسره شوې ده، په داسې حال کې چې د روانو جګړو له امله په ملیونونو افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ښاغلي آزاد همداراز وویل چې د احصایې ملي ادارې په وروستي اټکل کې د ښځو شمېر د نارینه و په پرتله کم ښودل شوی، په داسې حال کې چې په هر کور کې د نارینه و په پرتله ښځینه زیاتې دي چې دا هم د یادې سروې یو تناقص بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی امرین شارق هم وایي چې دا سروې تخمیني ده خو نیمګړتیاوې په کې زیاتې دي. نومړی زیاتوي چې اصلي سروې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې وشوه چې د افغانستان نفوس ۲۷،۵ ملیونه ؤ، چې همغه مهال د کوچیانو نفور ۱،۵ ملیونه ښودل شوی ؤ.

هېره دې نه وي چې د ملي احصائیې لخوا په خپاره شویو پښتو معلوماتو کې هم یوازې د دغې رسالې سریزه په پښتو ژبه لیکل شوې وه، د راپور نور ټول جزیات په دری او انګریزي ژبو خپاره شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.