The news is by your side.

افغان مشران له پمپیو سره د سولې په راتلونکې غږېدلي

خبریال وېب پاڼه/له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو امریکایي چارواکو سر د سولې په راتلونکو اقداماتو غږېدلي دي.

له ارګ څخه خپره شوې خپرپاڼه وایي چې افغان لوري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې پر راتلونکو اقداماتو باندې غږېدلي دي.

په دغه ویډیویي کانفرانس کې چې پرون دوشنبې مازدیګر مهال شوی دی، اشرف غني او د مصالحې شورا مشر داکتر عبدالله د سولې په په را روانو اقداماتو باندې له امریکایي لوري سره مفصلې خبرې کړې دي.

دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

په دغه آنلاین غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او په کابل کې د امریکا سفیر او شازدافیر هم برخه لرله. دوی ټولو په یوه خوله په افغانستان کې د سولې د هڅو پر چټک کولو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دواړو هېوادونو ستراتیژیکو اړیکو د دوام په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالاتو بنسټیزه موخه یو خپلواک، متحد او با ثباته افغانستان دی، چې د دې کار لپاره به امریکا له افغان حکومت سره هخپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

اشرف غني هم په افغان سوله کې د امریکا له همکارۍ هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د ثبات او دایمي سولې ته د رسېدو په موخه به د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونو د حکومت لخوا د جوړې شوې نقشې له مخې مخ پر وړاندې ځي.

په دغه لیدنه کې د بندیانو په خوشي کولو، د سولې په راتلونکو اقداماتو، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل وخت او ځای باندې هم خبرې شوې دي خو په دې هکله بشپړ معلومات وړاندې شوي نه دي.

د دواړو لوریو لخوا ټینګار شوی دی چې د سولې لپاره به روانې هلې ځلې چټکې کېږي او پتېیل شوې ده په نیږدې راتلونکي کې بیا هم د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ ورته غونډې وشي.

دا د اشرف غني او ډاکتر عبدالله له جوړښت را په دې خوا له امریکایي لوري سره لومړنۍ غونډه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.