The news is by your side.

دری میاشتې وروسته اسپانیا بې مړینې شپه او ورځ تجربه کړه

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې له چین وروسته کرونا وبا د ایران له پولو اروپا ته واوښت، ایتالیا او اسپانیا د دغې ویروس تر سخت برید لاندې راغلل.

پوره دری میاشتې وروسته اروپا مېشتې اسپانیا په لومړي ځل د کرونا له امله ۲۴ ساعتونه بې مړینې تجربه کړل او پرون د دوشنبې شپه او ورځ کې یې د کرونا له امله هېڅ مړینه نه درلوده.

د کرونا وبا له ایران څخه وروسته په ایتالیا او اسپانیا باندې تر ټولو سختې ورځې راوستلې چې د مارچ میاشت د دغو هېوادونو لپاره د دوی په معاصر تاریخ کې د وبا له امله تر ټولو خونړۍ او ځوروونکې میاشت وه.

که څه هم په امریکا او یو شمېر آسیایي هېوادونو کې د کرونا وبا اوس هم په ډېره چتکۍ د خپرېدو په حال کې ده، خو په اروپا کې تقریباً د ټولو هېوادونو لخوا مهاره شوې ده او اوس په تدریجي ډول د کمېدو په حال کې ده.

ایټالیا هم څو ورځې وړاندې کرونا ته د ماتې ورکولو هوایي مانورې ترسره او د خوښۍ جشن یې ونمانځه. بریتانیا، فرانسه او جرمني کې هم د کرونا مثبتې پېښې او مړینې د کمېدو په حال کې دي خو هخوا امریکا بیا د کرونا وبا سختې شپې او ورځې تېروي. په دې وروستیو کې په امریکا کې د یوه تور پوستي د وژلو له امله لاریونونه هم به تاوتریخوالي اوښتي دي او ګڼ کسان په کې ټپیان شوي خو د مړینې خبر نه در ورکړل شوی.

دلته د آسیا په کچه هم د افغانستان او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د کرونا تر سخت برید لاندې دي. که څه هم د دغې وبا خپرېدل لا هم په چټکۍ روان دی، خو د ګڼو هېوادونو له خوا په ګرځبندیز کې آسانتیاوې را وستل شوې دي چې دې چارې د ویروس له خپرېدو سره هم مرسته کړې ده.

د اسپانیا روغتیایي چارواکو ویلي دي چې پرون دوشنبه په تول هېواد کې د کرونا سله امله هېڅ مړینه ثبت شوې نه ده خو یوازې د کرونا ۷۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دا د تېرو دریو میاشتو په پرتله د پام وړ کموالی ښیي.

په اسپانیا کې د کرونا له امله د مړوشمېر تر ۲۷ پورته دی خو د فراندو سیمون په نوم د دغه هېواد یوه روغتیایي چارواکي رسنیو ته وویل چې د کرونا وبا ماتولو ته خوشبینۍ زیاتې شوې دي او تمه ده په نیږدې راتلونکي یې یې ګیلم ور ټول شي.

اسپانیا د کرونا د مهار کولو لپاره په خپلو وګړو باندې تر ټولو سخت شرایط وضع کړي وو چې له همدې امله وتوانېدل کرونا په خپل هېواد کې قابو کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.