fbpx

ایا دغبرګولیانو په پلازمېنه خبریاست ؟

خبریال کابل / ۳ نومبر ۲۰۱۹ –  تکزاس پوهنتون ويلي چي په تخميني ډول په ڼړۍ کې په هر ١٠٠٠ کسانو يې ٣٢ کسان غبرګولي پيدا کيږي.
دوی وايې چې دغو شميرو ته په کتو د نړۍټولو خلکو ٣ سلنه برخه غبرګولي جوړوي. چې نژاد قوميت ته په کتو په ځينو ټولنو کې دغه شميره لوړه او په ځنيو کې بيا ټېټه ده. په نړۍ کې څو داسې ښارونه شته چې د غبرګوليانو په ښارونو مشهور دي. په دغه ښارونو کې په عجيب او غريب ډول غبرګوليان پيداکيږي .

د غبرګوليانو ښار

په داسې حال کې چې څيړونکي په دې باور دي چې ډيری وخت غبرګولي يو ډول خوی او عادت لري او په مطلق ډول يو رنګه ارثي خواص هم لري.
که دې تاسو په کورنۍ کې يو ډول غبرګولي پيدا نه شي علت يې يې دا دی چې مور او پلار يې هم بيلابيل غبرګولي دي او ددې احتما شته چې څلور ډوله غبرګولي ماشومان ترې پيدا شې.

او همدا علت دی چې په نړۍ کې د غبرګوليانو شمير زياتيږي او يو نسل او نژاد ترې رامنځته کيږي.
همدار رنګه په افريقا او هسپانيک امريکا او لاتنې امريکا کې په هر ١٠٠٠ نقرو کې ٣٦ غبرګوليان دي.

د يوربا قوم

د ناجريا په ختيځ کې د lgbo -ora کرنيزې سيمي ته نيږدي د يوربا په ښار کې تر ټولو زيات شمير ګبرګوليان پيدا کيږي.چې په هر ١٠٠٠ نفرو کې له ٤٥ نه تر ٥٠ پوري خلک غبرګوليان دي. چې په نړۍ کې دغه ښار د غبرګليانو په ښار مشهور دی.د يوربا دټولو خلکو له ډلې څخ نيږدې ١٠ سلنه خلک يې غبرګولي دي. او دغو ښار په مستعار ډول د غبرګوليانو د پلازمېنې نوم ګټلی.

خو تر اوسه هيڅوک نه دې توانيدلي چې د دومره زيات شمير غبرګوليانو د پيدا کېدنې طبي او صحي علت معلوم کړي. خو ځينې څيړونکي بیا وايې چې په دغه سيمه کې د زياتو غبرګوليانو پيدا کيدا د ښځو په خوراک پورې اړه لري. دوی وايې چې ددې سيمې ښځي زيات هندي او خواږه الوګان(کچالو) خوري. چې په دغو الوګانو کې په پراخه پيمانه ټروټين او شیمايې مواد شتون لري.او بل علت يې ارثي يا جنيټک خواص هم کيدا شې.
په هر صورت په دغې ټولنه کې د دومره زيات شمير غبرګوليانو پيدا کېدنه دومره عجيبه خبره نه ده. د غبرګوليانو په پيدا کيدو په دغه سيمه کې جشن او خوشالۍ تر سره کيږي. دوی په دې باور دي چې د غبرګوليانو پيدا کيدنه د خدای( ج ) له لوري په دوی يو رحمت او برکت دی.
او هغه ښځې چې اوميندواره وي له خدای (ج) غواړي چې غبرګولې ماشومان يې پيدا شې.

بل پلو بيا افغانستان هم هغه هيواد ده چې خلک يې غبرګولي ماشومانو ته خوشاليږي. خو له نورې نړۍ سره يې توپير دا ده چې دلته خلک يوازې په نارينه ماشومانو خوشاليږي او که کومه ښځه غبرګې انجونې وزيږوي د يوې بد بختې او بدې ښځې په سترګه ورته کتل کيږې.