fbpx

ولسمشر غني : سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی

خبریال وېبپاڼه/ ۳ نومبر ۲۰۱۹ – د ارګ له مطبوعاتي دفتره په وروستۍ خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري هیت پارلماني ګروپونو او د کمیسیونونو له مشرانو سره کتلي دي.

د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې د دریو ګونو قواوو ترمنځ پر لار همغږۍ ټینګار شوی دی او له ولسي جرګې غوښتل شوي چې د قانون په چوکاټ کې د چارواکو پر کړنو خپل نظارت ته ادامه ورکړي.

په دې جوړه شوې ناسته کې ولسمشر په ټينګار سره وویل، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسیدګۍ په موخه هیڅ وزیر او د خپلواکو ادارو مسوولین له وکیلانو سره د لیدنو مهالوېش نشي بدلولی. هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له کمېسیونونو سره به د منظم مهالوېش له مخې کاري او دوامدارې غونډې ترتیب شي

دغه راز ولسمشر غني یو وړاندیز هم کړی دی چې د ولسي جرګې د استازو او وزیرانو غونډې دې ثبت شي، تر څو ټولو ته واضح شي چې هلته شخصي نه، بلکې ملي مسایل مطرح کېږي. هغه زیاته کړه، وزارتونه او ادارې باید وزارت محوره او اداره محوره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې ناسته کې د سولې د وروستۍ جوړې شوې طرحې په اړه هم د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې دي او په یادې طرحې یې د ولسي جرګې له غړو سره بحث او نظرونه هم تبادله کړي.

ولسمسر غني څرګنده کړه، سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب او مسوولیت دی چې له همدې کبله حکومت هم ژمنه کړې وه چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به بېرته پر سوله تمرکز کوو او په همدې اساس موږ د سولې لپاره خپلې هڅې پیل کړي دی.

ولسمشر د مشارکت او مشورې ارزښت ته په کتو وویل، د حکومت د سولې مسوده به د لا بډاینې او په سند د بدلېدو لپاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو سره شریکه شي. هغه زیاته کړه، ماحول بدل شوی، جمهوریت خپله بقا او دوام تثبیت کړې او په دې برخه کې هیڅ ډول شک او ابهام وجود نه لري.

د یادولو ده چې د سولې لپاره به نوې تګلاره هم د یوې جرګې له لارې وړاندې شي چې شاوخوا ۱۵ سیمه ییزو ګاونډیو هېوادونو د استازو سره به د افغانستان د مدني ټولنو استازي، قومي مخور، افغان سیاست وال، د سولې کارپوهان ځوانان او ښځې به پکې ګډون کوي او د سولې لپاره به لار ولټوي.

Your SEO optimized title page contents