fbpx

درملوګ کمپنۍ ۸۶ زره رایې بې باوره اعلان کړې دي

خبریال وېبپاڼه/ ۳ نومبر ۲۰۱۹ – تازه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبر ورکړی دی، چې د درملوګ کمپنۍ له لوري څه باندې ۸۶ زره بایومېټریک شوې رایې بې باوره اعلان شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، چې د درملوګ کمپنۍ دوی ته د هر اړخیزه شفافیت وروسته وروستي معلومات سپارلي دي چې په دې معلوماتو کې۸۶ زره بایومټریک رایي بې باوره اعلان کړي دي.

د درملوګ کمپنۍ د رایو د نه حساب د علت په اړه ویلي دي چې تر ډیره د تکراري سټېکر او تکراري انځور له امله دغه رایي باطلې شمېرل شوي دي.

خو پر وړاندې د ټاکنو کمیسیون وایي، چې دوی دغه ۸۶ زره رایې بیاځلي هم شمیري څو د شفافیت لړۍ بشپړه کړي او له قناعت وروسته یې باطلې اعلان کړي.

د کمېسیون پر وینا د پاکو رایو شمېره یو ملیون اته سوه زره او څلویښت زره رایو ته رسېږي.

د ټاکنو کمیسیون د مسوولینو پر وینا سره له دې چې د درملوګ کمپنۍ په کارونو کې ځنډ هم موجود دی،خو بیاهم په ډاډ سره وایي چې په ټاکل شوې نېټه به لومړنۍ پایلې اعلان شي.

بلخوا سیګار چې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې مرستو د تفتیس اداره بلل کېږي پرون شنبه یې په خپل راپور کې ویلي دي چې د درملوګ کمپنۍ د بایومېټریک دستګاوو د کیفیت او قیمت په اړه یې جدي څېړنې پیل کړي دي.

سیګار خبر ورکړی دی چې ښایي بایومېټریک دستګاوو د کیفیت او قېمت د څېړنو پایلې به په راتلونکي ډسمبر میاشت کې اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د سیګار د دې پرېکړې پوره ملاتړ کړی دی او ویلي دي چې د دې چارې پوره ملاتړ کړی دی، خو زیاتوي چې دې موضوع ته باید سیاسي رنګ ورنکړل شي، ځکه چې د شفافیت لپاره یې ملاتړ شوی دی.

درملوګ یوه جرمني کمپنۍ ده چې دا مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر ټولو سختې تخنیکي چارې پر مخ وړي، خو د خلکو له لوري پرې تندې نیوکې شوي دي چې د ټاکنو پر مهال یې بې کیفیته وسایل کمیسیون ته سپارلي دي چې له همد کبله د ټاکنو پایلې ژر نه اعلانیږي.

په لومړیو کې ویل کېدل چې د تلې د شپږمې نېټې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به په ۲۷ مه نېته اعلان شي، خو کمیسیون د یو لړ ستونزو له کبله د ټاکنو پایلې له ځنډ سره مخ کړې او له افغان ولس څخه یې بښنه وغوښته.

د یادولو ده د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې د ټاکنو لومړنۍ ابتدایي پایلې به د روانې عقرب میاشتې پر ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

Your SEO optimized title page contents