fbpx

ولي‌ طالبان په پاکستان کې دیموکراسي‌ غواړي ؟

خبریال اسلام اباد/ ۳ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان د طالبانو اسلامي‌ ډله چې ځان د افغانستان اسلامي‌ امارت یادوي ‌په  پآکستان کې د دیموکراسي پلوو په هغه لاریون کې څرګند شوي‌ چې په پاکستان کې دیموکراسي غواړي‌.

د طالبانو تحریک چې افغانان یې سرچینه پآکستان بولي‌ او تر ټولو لوی حمایت کونکی هیواد یې هم هغه پآکستان ګڼل کېږي ، هلته د دیموکراسي ‌لپاره جدو جهد  کوي ؛ خو په افغانستان کې دیموکراټ نظام او دیمو کراسي‌ ته د کفر په سترګه ګوري ‌او په خلاف یې د خپل هیواد ورانولو ته لاس وراچولی دی .

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د مخالفو سیاسي ګوندونو په لکونو فعالین چې پاکستان مسلم لیګ ، پاکستان پیپلز ګوند ( د پآکستان خلک ډیموکراټیک ګوند) عوامي‌نېشنل ګوند ، پښتونخوا ملي‌عوامي ګوند او ځیني نور مدني ‌فعالان د تیرو څلورو ورځو راهسې پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ د وزیر اعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي .

دوی وايي چې عمران خان د پاکستان د پوځ لاسپوڅی او په دغه هیواد کې دیموکراسي سخته زیانمنه کړې ده ، د احتجاج کوونکو په وینا باید عمران خان استعفا وکړي او نویو تازه ټاکنو ته لارهواره کړي .

خو عمران خان واضحه کړې ده چې هغه به د احتجاج کوونکو په فشار استعفا نه  ورکوي.

پاکستاني‌ رسنۍ وايي چې په افغانستان کې فعال د طالبانو تحریک چې لویه برخه یې پاکستان کې اوسېږي ، هم په نا اعلان شوي ‌ډول د دغه لاریون ملاتړ اعلان کړی دی .‌

د طالبانو دغه ملاتړ په خواله رسنیو په افغانستان او پآکستان کې د ملت پالو غبرګونونه راپارولي‌دي‌؛ خلک وايي چې طالبان په پآکستان کې د دیموکراسي‌ او جمهوریت لپاره هڅي کوي ،خو په افغانستان کې د جمهوریت خلاف غږ اوچت کړیدی .

که څه هم طالبان بیا هم دا خبره نه مني‌ او دا هسي د ځان خلاف تبلیغات بولي‌، خو د طالبانو ویډیو ګاني ،‌عکسونه او د دوی د تحریک د بیلابیلو غړو انځورونه په خواله رسنیو کې شریک شوي .

د طالبانو دغه عمل د افغان ولس نوره غوسه هم ددغې ډلي خلاف را پارولې ده .

خلک وايي‌ که ډیمو کراسي ناسمه ده ؛ نو ولي‌طالبان په پاکستان کې د دیموکراسي‌ له پاره جدو جهد کوي ‌او که دیموکراسي‌ سمه ده ،بیا ولي‌ په افغانستان کې د دیموکراسي دښمنان دي‌؟

Your SEO optimized title page contents