fbpx

داسې سړی مو ليدلي چې 59 ښځې او 149 اولاده لري

خبریال اروپا/ ۴ نومبر ۲۰۱۹  کاناډا يو داسې سړی چې 59 میرمنې او 149 ماشومان لري !!! د ډیری ماشومانو لپاره پلار کيدل، د بليکمور په څير د ډیرو میرمنو درلودلو ته اړتیا لري .

بليکمور دکاناډا په مورمون ټولنه کې یو له خورا پیاوړو غړو څخه شميرل کيږي. هغه په 2014 کال کې دګڼو ودونو د محکمې لخوا په دې تورن شو چې 24 تر 59 پورې میرمنې لري. البته ، ځینو یې هغه پریښود او د برتانیا کولمبیا په بونټفول کې یوې سیمې ته لاړ ، مګر ډیری لا اوس هم له هغه سره ګډ ژوند کوي.

د بليکمور ماشومې ميرمنې

طلاق شوې میرمنې په کاناډا او متحده ایالاتو کې غیرقانوني دي ، مګر دا یوازې د ماشومانو او میرمنو شمیر ندی چې په حیرانتیا سره یې بليکمور په 2014 کې د یوتا په محکمه کې اعتراف وکړ چې دده له 24 څخه د زياتو میرمنو له ډلې څخه يې 10 ميرمنې د 18 کلونو څخه کم عمر درلود.

بلیکمور دا هم ومنله چې د هغه ځینې میرمنې یوازې 15 او 16 کلنې هم وې هغه وخت چې ده په 2005 کې د ګڼو ودونو په یوه مذهبي مراسمو کې واده وکړ.

د بلیکمور د امپراتورۍ

ښاغلي بلکیمور څو قوي او باوري اډې درلودې. هغه د بوتنقيل په يوه ښوونځي ،کې لوی کار ګمارونکی، يا مدير وو. او د ډیری کورنیو لپاره احتمالي مالک هم و. چې د لیټرډی سینټس د بنسټپالې کلیسا سره څيره اوسېده . هغه دوه ځله د ګڼو ودونو د محکمې لخوا تورن شو.

په 2009 کې ، د هغه سزا کمه شوه ځکه چې قاضي موافقه وکړه چې د محاکمې لپاره غوره شوی څارنوال مناسب کس نه و. مګر بلیکمور په 2014. کال کې بیا د ګڼو ودونو په کولو تورن شو. هغه بیا د ځانګړي څارنوال په تړاو ورته ادعا وکړه ، چې ګواګي څارنوال يې ورسره ټګي کوي.

خو دا ځل د هغه دغه ادعا رد شوه. او هغه د استیناف محکمې ته لاړ او څلور میاشتې وروسته د برتانیې د کولمبیا د استیناف محکمې وویل چې تر دې دمه يې بليکمور په اړه کومه پریکړه نه ده کړي.

يوازي بليکمور نه ده چې د ګڼو ودونو په تور محاکيمه کيږي بلکې تر ده مخکې دری نفره نور هم د محکمې له خوا له ورته برخليک سره مخ شوي وو.

د يادولو وړ ده چې افغان نارينه هم د ډيرو ميرمنو له درلودو سره ليوالتيا ښي. خو د اسلام په مقدس دين کې تر څلور د زياتو ميرمنو سره واده کول جرم او ګناه ده.

Your SEO optimized title page contents