fbpx

فرانسوي پولیسو (۳۰) پاکستانیان نیولي دي

خبریال اروپا/ ۴ نومبر۲۰۱۹د فرانسې حکومت (۳۰)‌ نیول شويپاکستانیان ایټالیاته سپاري . ددغه کسانو د سپارلو پرېکړه په فرانسه کې یوې څارنواليکړې ده .

د فرانسې د څارنوالۍ دفتر ويلي چې هغه 30 پاکستانیان يې په یوه لارۍ موټر کې د پټیدو په تور په داسې حال کې نیولي. چې دغه لارۍ موټر له ایټالیا څخه فرانسې ته روان او د لارې په اوږدو کې د پوليسو له لوري درولول شوي او له تلاشي وروسته يې له لارۍ موټر نه 30 پاکستاني کډوال را ايستلي دي.

ددغو پاکستاني پولیسو د انتقال لارۍ هم یوه پاکستاني چلوله چې د کسانو د انتقال په تور نیول شوی دی .

فرانسوي پولیس له نیول شویو کډوالو ، اود لارۍ له چلونکي پلټنې کوي ، خو تر پلټنو وروسته به دا کسان چې له اټالیا فرانسې ته راغليول بېرته واستول شي‌.

پاکستانیان په نړۍ کې د پناه اخیستلو حق نه لري، البته دوی بیا هم د ځینو انساني ستونزو او ځینيیې د افغانانو په نوم د پناه اخیستلو غوښتنه کوي .

ددغه نیول شویو پاکستانیانو په تړاو لا تر اوسه ډېر معلومات نه ديډاګیز شوي ، خو اوس په دې وروستیو کې په اروپا کې لارۍ موټر ډېر پلټل کېږي .

تر دغو پاکستاني کډوالو وړاندي د نړۍ د ځینو نرو هیوادونو کډوال هم نیول شوي وو، البته په هغوی کې افغانان هم شامل وو.

پاکستان یو د نړۍ له هغه هیوادونو څخه دی چې د خلکو ژوند یې ستونزمن او اقتصاد هلته ډېر زیات خراب دی ، په دې وروستیو کې له پآکستان نه هم د کسانو د وتلو لړۍ پیل شوې ده او دا شمېر ورځ تر بليمخ په زیاتېددو دی .

دغه (۳۰) پاکستانیان چې فرانسوي پولیسو نیولي، تر اوسه لا نه ديمعلوم چې دوی د پاکستان له کوم ایالت سره اړیکه لري‌.

دا سي ښکاري چې دوی کې به هم پښتانه زیات وي ، ځکه ستونزه د پاکستان په ټولو برخو کې شته ،خو د پښتنو سیمي زیاتي ځپل شوې دي .

Your SEO optimized title page contents