fbpx

فضل الرحمن: د عمران خان حکومت ړنګولو پورې به لاریونونه کوو

خبریال وېبپاڼه/ ۴ نومبر ۲۰۱۹ – په پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام ف مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره شپه ناوخته د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې په زرګونه لاریون کوونکو ته د وینا پر مهال ویلي دي، چې د عمران خان حکومت د ړنګېدو پورې به د دوی لاریونونه دوام ولري.

د جمعیت علماء مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وایی، د ازادۍ مارچ تر نامه لاندې د راتلونکو لاریونونو په اړه به نن نوې پرېکړه د نورو مخکښو ګوندونو سره د یوې ناستې پر مهال ترسره شي.

د معلوماتو له مخې د لومړي وزیر عمران خان حکومت د مخالفه ګوندونو دغه مهمه غونډه به نن په اسلام اباد کې ترسره شي چې پکې به د مسلم لیګ ګوند، پیپلز، عوامي نېشنل، ملي عوامي، قوم وطن، او د اپوزیسیون د نورو ګوندونو غړي شامل وي دوی به په نننۍ غونډه کې د حکومت پر ضد د راتلونکو لاریونونو په اړه پرېکړه وکړي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د مخالفو سیاسي کوندونو په زرګونه زره پلویانو د تېرو څلورو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي. دوی له لومړي وزیر عمران څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې خپله استعفا اعلان کړي، خو عمران خان وایي چې دی به په دې ډول فشارونو خپله استعفا اعلان نه کړي.

په ورته وخت کې د عمران خان حکومت خبر ورکړی دی چې دوی د مولانا فضل الرحمان سره مذاکراتو ته تیار دي خو په دې موضوع خبرې نه کوې چې عمران خان دې خپله استعفا اعلان کړي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د هغه ګوند د نورو ګوندونو په ملاتړ ویلي دي چې هغه وخت مذاکراتو ته کیني کله چې عمران خان له دندې استعفا اعلان کړه کنه تر هغې به احتجاجونه دوام ولري.

مولانا داهم ویلي دي چې د دوی ګوند د خپلو پلویانو پر مټ کولی شي چې د عمران خان ودانۍ ته ولاړ شی او هلته هغه کلک په کلک ونیسي او له دندې په زور رخصت کړي،خو وایي نه غواړي چې دا ډول تاوتریخوالی رامنځ
کړي، نو له دې ښه ده چې عمران خان په خپله خوښه استعفا ورکړي.

نوموړي په وینا کې داهم ویلي دي چې د لاریونونو پر مهال دې پاکستانی پوځ خپله خپلواکي وساتي او په دې اساسه لانجمنه موضوع کې دې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي کنه ډیره سخته به ورته تمامه شي.

مولانا یو ځل بیا په پاکستان کې په خلکو غږ کړی دی چې د نوموړي له قافلو سره دې په دې سپېڅلي جهاد کې برخه واخلي، ځکه چې د عمران حکومت نا مشروح دی او رانسکورول یې مقدس جهاد بلل کېږي.

Your SEO optimized title page contents