fbpx

ايراني حکومت له يو غله څخه څلور ګوتې پرې کړي

خبریال وېبپاڼه / ۵ نومبر ۲۰۱۹- په ایران کې د غلا په تور د یوه سړي څلور ګوتې پرې شوې.

د نړیوال خبري اژانس په وینا ، د ایران په شمالي ولایت مازندران په یوه زندان کې د غلا په ۲۸ قضیو کې د یوه ايراني وګړي د لاس څلور ګوتې غوڅې شوې دي .

د ایران د قانون له مخې ، که يو ايرانی وګړی غلا وکړي. بايد دښي لاس څلور ګوتي يې پرې شې چې له همدې امله یې د ښي لاس څلور ګوټې ورپرې شوي دي.

دغه راز ډيری وخت د ايراني مقاماتو له خوا په رسنيو د دغه ډول مجازاتو راپورنه نه خپريږي.

بل خوا بيا د ايراني حکومت دغه کړنه د نړيوالو له خوا له تند غبرګون سره مخ شوې ده. او د بخښنې نړیوال سازمان لخوا په يو خپره شوي اعلاميه کې ، دغه کار چې د ایراني حکومت لخوا د يوه غله څلور ګوتې پرې کړې شوې ، غندلی او يو ناوړه کار يې بللی دی.

د بښنې نړيوال سازمان زياتوي چې د ايراني حکومت دغه کړنه په خپله يو بل جرم دی. ځکه د نړيوالو قوانينو له مخې هيڅوک دا حق نه لري چې یو څوک دې معلول کړي یا لاس پښه يا د بدن کوم غړی ترې پرې کړي.

د بشري حقونو د سازمانونو له مخالفت او نیوکې سره سره ، ایراني چارواکو له دې اقدامه څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د مجازاتو ویره کولای شې د وګړو په منځ کې د جرمونو کچه را ټېټه کړي.
دوی زياتوی چې، دا ډول مجازات له خلکو سره مرسته کوي چې په ټولنه کې له جرمونو ځان وساتي.

د يادونې وړده چې په ۲۰۱۸ کال د جنوري د مياشتي په سر کې ، ایراني چارواکو د ايران په شمال ختیځ کې یو ۳۴-کلن سړي څخه د پسونو د غلا په تور لاس پرې کړی و.

ايران د هغو هيوادونو له ډلې څخه شميرل کيږي چې ډيری وګړی يې شعيه مسلمانان دي. او د دې هيواد سياسي واک د مذهبي مشرانو تر کنټرول لاندې دی. او د هغو هيوادنو په سر کې راځې چې اعدام او قصاص پکې زيات تر سره کيږي.

هېره دې نه وې چې له ايران سره پر پوله پروت هيواد افغانستان کې هم وخت ناوخته دداسي قضيو راپورونه ورکول.چې قصاص، اعدام ، او صحرایې محکمې يې ښې بيلګي دي، خو په افغانستان کې ډیری وخت دا ډول کړنې طالبان او يا ناقانونه وسلوالې ډلې ترسره کوي.

له افغانستان څخه وروسته، سعودي عربستان ، نایجریا او سومالیا هغه هيوادونه دې چې دې ورته مجازات پکې پر خلکو پلې کيږي.

Your SEO optimized title page contents