fbpx

د پاني پت فلم کې د احمدشاه بابا رول څه ډول دی؟

خبریال وېبپاڼه / ۵ نومبر ۲۰۱۵ ـ پاني پت هغه فلم دی چې د افغان اتل او د افغانستان د پادشاه احمدشاه بابا په اړه جوړ شوی دی. د دې فلم پوسټر د فلم مرکزي لوبغاړي سنجي دت چې د احمدشاه بابا رول یې په فلم کې لوبولی، خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چېرته چې د احمدشاه ابدالي سیوری وي، هلته مرګ خپرېږي.

 

د پوسټر له خپرېدو وروسته ګڼو افغانانو خپلې اندېښنې ښکاره کړې دي چې هسې نه په فلم کې د احمدشاه بابا توهین شوی وي. که څه هم تر اوسه د فلم د موضوع په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو د هند په ممبيي کې افغان کونسل نسيم پښتون شریفي امریکا غږ ته ویلي چې د فلم په اړه یې له سنجي دت سره خبرې کړې دي او هغه ورته ویلي چې په  فلم کې د احمدشاه بابا توهین نه دی شوی، د سنجي دت په وینا که په فلم کې د احمدشاه بابا رول منفي وای، ده به په کې برخه نه وه اخیستې.

 

بلخوا افغان فلمي لوبغاړی ببرک اکبري هم چې په پاني پت فلم کې یې کار کړی دی، وايي، څه ډول چې په پاني پت کې پېښه شوې او څه ډول چې تاریخ دی، کیسه هماغسې را اخیستل شوې ده، اکبري دا هم وايي چې په فلم کې د احمدشاه بابا توهین نه دی شوی.

 

ببرک اکبري چې په پاني پت فلم کې د احمدشاه بابا د وفادار عسکر رول له سنجی دت سره لوبولی دی، وايي، په تاریخ کې لیکل شوي چې احمدشاه بابا د هندوانو سره ژمنه کړې وه چې د مراټیانو له حملې به یې ژغوري. کله چې مرهټیانو ډهلي ټوله محاصره کړه نو د احمدشاه بابا لښکر مرهټیان په شا و تمبول او سېکان یې د مرهټیانو له حملې وژغورل چې د فلم کیسه هم په همدې را څرخي.

 

بالیوډ سینما چې په دې وروستیو کې تاریخي فلمونو ته مخه کړې ده، تر دې مخکې یې د بل افغان پادشاه سلطان علاالدین خلجي په اړه هم د پدومات په نوم فلم جوړ کړی و چې نوموړی یې یو عیاش او بد سړی معرفي کړی و.

 

په فلم کې علاالدین د راجپوت قوم په یوې نجلۍ مئینیږي او بیا د هغې د ترلاسه کولو په خاطر په یاد قوم حمله کوي، خو فلم له خپرېدو وروسته په دې خاطر وغندل شو چې تاریخي حقایقو ته په کې پام نه و شوی. د پدومات فلم تجربې ته په کتو سره ځکه اوس افغانان اندېښنه ښيي چې کېدای شي بالیوډ د احمدشاه بابا تصویر هم ناسم وړاندې کړی وي.

 

د پاني پت فلم چې د ډېسمبر په شپږمه به د سینماګانو په پردو وښودل شي، د افغانانو او مرهټیانو د هغې جګړې کیسه را نغاړي چې په پاني پت میدان کې پېښه شوه او د احمدشاه ابدالي عسکرو مرهټیانو ته سخته ماتې ورکړه.

 

افغانستان چې دا مهال له هند سره ښې سیاسي او فرهنګي اړیکې لري، کېدای شي په بالیوډ سینما کې د افغان نومیالیو دا ډول توهین په دې اړیکو بد تاثیر وکړي.

Your SEO optimized title page contents