The news is by your side.

فراه ولایت کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ۶۸۹ ټنه ته رسېدلي

خبریال وېب پاڼه/ فراه چې د هنداونو د حاصلاتو برخه کې نوم لري، سږ کال يې هم پام وړ حاصلات کړي دي چې شمېر ۶۸۹ ټنو ته رسېږي.

له تېرو څو کلونو راهيسې دغه ولايت کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه سلګونه ټنه ته رسېږي خو ځايي کروندګر شکايت کوي چې هندواڼه يې په ارزانه نرخ خرڅيږي او ان کله کله يې حاصل د مارکېټ د نشتون له امله خراب شي.

د فراه د کرنې ریاست د چارواکو په خبره سږ کال د فراه ولایت په ۱۹ زره او ۱۵۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي.

د فراه ولایت پشت‌رود، خاک‌سفید، بالابلوک، بکوا، شیب‌کوه او پشت‌کوه ولسوالۍ او دغه راز د دې ولایت د مرکز اړونده کلي هغه سیمې دي، چې تر نورو سیمو ډېرې هندواڼې په کې کرل شوي دي.

تېر کال په فراه ولایت کې ۱۸ زره او ۴۷ هکټاره هندواڼې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۶۵۰ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه هندواڼې تولید شوې وې.

د فراه ولایت د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي، د دې محصول د کروندو زیاتوالي او د څارنې پایلې ښیي، چې یاد محصول د تېر کال په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی لري.

د فراه ولایت د کرنې رییس وایي، چې د هندواڼو د محصولاتو د خوسا کېدو د مخنیوي او پر وخت پلور لپاره یې سږ کال ځانګړې تابیاوې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د فراه هندواڼو هېڅ بازار ونه درلود او په لسګونه ټنه هندواڼې خوسا شوې، چې په دې توګه یې بزګرانو ته سخت تاوان واړولو، خو حکومت یې په وروستیو کې غم وخوړ او پاتې هندواڼې یې د سیمې هېوادونو ته صادرې کړې.

په هم مهاله توګه په ختیځو ولایتونو کې هم هندواڼې، خټکي او خربوزې ښه حاصل ورکوي.

سږ کال له ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه له ننګرهار او کونړ د شفتالو او د له ننګرهار شفتالو او ځمکنیو توتانو زیات حاصلات ټول شوي دي.

چې دا مېوې په کور دننه او یو شمېر بهرنیو بازارونو ته وړاننې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.