fbpx

حکومت: د (ای ایس ای) له خوا افغان سفیر احضارول غیر قانوني کار دی

خبریال وېبپاڼه / ۵ نومبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري په اسلام اباد کې د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل یوې نطامي سیمې ته چې د ای ایس ای مرکز بلل کېږي وربللی دی او له هغه سره بې ناوړه چلند کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت پر پاکستاني حکومت یو ځل بیا غږ کړی دی چې دوی تل له دې هېواد سره د نړیوالو قوانینو او معیارونو په رڼا کې ډیپلوماټیکي اړیکي غواړي، خو د دغه هېواد دا ډول کړنې به دا اړیکي لا پسې نورې هم بې اعتباره او خرابې کړي.

بهرنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړې چې د افغان سفیر سره په دې هېواد کې څه ډول ناوړه چلند شوی دی او ولې( ای ایس ای ) مرکز ته وربل شوی دی، خو د پاکستاني حکومت دغه ډول عمل یې په کلکو ټکو غندلی دی او دایې یوه غیري قانوني کړنه وبلله.

پرون په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی وو چې افغانانو ته یې د ویزې ورکول ځنډولي دي چې له همدې خبر څو ساعتونه لا تېر نه وو چې پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر هم احضار کړی و او د وروستۍ امنیتي ستونزو په اړه یې ترې سپیناوی غوښتی دی.

پاکستاني سفارت هغه مهال په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د کنسلګرۍ تړلو لامل امنیتي ګواښونو دي چې له همدې کبله یې تړلې ده.

دوی په کابل کې د کار بیا پیل په اړه هم څه نه دي ویلي خو زیاتوي چې د بلې اعلامیې تر خپرېدا پورې به د پاکستان کنسلګري تړلې پاتې وي.

خو افغان حکومت وایي، چې په کابل کې به د پاکستان د سفارت د هغې اندېښنې په اړه چې له امله یې د سفارت کونسلي چارې په ټپه ولاړې دي پلټنې وکړي چې اصلي ستونزه څه ده؟

پاکستان په تېره میاشت کې هم د یوې پرېکړې له مخې افغانانو ته د ویزې ورکړه محدوده کړې وه دوی ویلي وو، چې له دې وروسته یوازې سپین ږیزو، ښځو، ناروغانو او سوداګرو ته ویزې ورکوي، خو د ډیری خلکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له لوري په افغانستان کې کنسلګرۍ تړل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په ځلونو ځلونو په یوې او بلې بهانې تړل شوي دي.

Your SEO optimized title page contents