fbpx

پاکستان په پکتيکا کې د جلغوزو غر او د کرومايټو کان قبضه کړ

خبریال وېبپاڼه / ۵ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار تر لګولو وروسته بد خبر دادی چې اوس تازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د افغانستان د کرومایټو مهم ارزښتناک کانونه او د جلغوزیو ستر غر د خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

په پکتیکا ولایت کې د دې ولایت پخواني چارواکي او د سیمي مخور قومي مشران وایي، چې پاکستاني پوځیان د پکتیکا ګومل ولسوالۍ اړوند ترخې اوبه او د وچ غر په هغو سیمو کې اغزن تار غځوي، چېرته چې د کرومایټو کان او د جلغوریو غر موجود دی چې د دوی په خبره دا کانونه هر کال مبلیونونه حاصلات له ځان سره لري.

په همدې حال کې د پکتیکا پخواني والي محب صمیم او قومي مشرانو هم رسنیو ته تایید کړې ده چې پاکستان له پخواني ټاکل شوي حد څخه په بشپړه توګه مخکې راغلی دی. او د افغانستان هغه سیمې یې تازه تر خپل واک لاندې کړي دي چې پکې د جلغوزیو غر او د کرومایټو مهم کانونه موجود دي.

د سیمه ییزو خلکو پر وینا په دې سیمه کې پاکستاني پوځیانو د تېرو لسو ورځو راهیسې د اغزن تار د غځولو چارې بېرته پیل کړي دي. چې په همدې سره د جلغوزیو غر او کرومایټو کان مهمه برخه هم هغې لور ته پاتې ده دوی وایي، حکومت لاهم چوپه خوله ناست دی اوس نو په کار ده چې افغان حکومت دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي او له خپلې خاورې او کانونو دفاع وکړي.

خلک په سیمه کې سخت اندېښمن دي، دوی وایي که دا حال روان وي، نو نږدې ده چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان نورې اقتصاد لرونکې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راولي چې دا به د افغانستان اقتصاد ته لویه ضربه ورسوي او هم به په افغان حکومت د دفاع په برخه کې باور له منځه ولاړ شي.

قومي مخور وایی، که حکومت پر وخت اقدامات ونکړي نو د دې کلي ځوانان او سپین ږیري به ټوپک په لاس د خاورې ساتنې په موخه پاکستاني ځواکونو سره په سنګرونو کې وجنګیږي.

قومي مشرانو افغان حکومت په دې مسعله کې پړ وباله چې د خاورې په حقوقي مسله کې بالکل چوپ پاتې دي دوی زیاتوي، پاکستاني ځواکونه تل په افغان خاوره عامه تاسیسات، پوستې او مورچلې جوړوي، خو افغان حکومت یې هیڅ په کیسه کې نه دی.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د پکتیکاد خلکو استازو هم له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتي دي چې د جلغوزیو غر او د کرومایټو کانونو په تړاو دې جدي اقدامات وکړي، څو افغانان له خپلو حقوقو برخمن شي.

ولسي جرګې وکیلان زیاتوي، چې دوی د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت باندې هم غږ کوي چې د پاکستان له لورې د دې ډول کړنو مخه دې ژر تر ژره ونیسي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه په افغان خاوره کې عامه تاسیسات جوړوي بلکې له دې وړاندې هم پاکستان په کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې مورچلې او پوستې جوړې کړې وې چې د افغانانو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

Your SEO optimized title page contents