fbpx

مسلمیار: د هغه سرتېرو لاسونه ښکلوم چې د پنجاب پر ضد جنګېدلي

خبریال وېبپاڼه/ ۵ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې د وینا پر مهال یو ځل بیا هم ویلي دي چې د ډیورند فرضي کرښې په اړه یې دريځ روښانه دی، هېڅکله به یې د سرحد په توګه ونه پېژني.

په دې ناسته کې فضل الهادي مسلمیار وایي که د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له هغو سرتېرو سره مخ شي چې د پاکستاني پوځ په مقابل کې په مېړانه جنګيدلي لاسونه به یې ښکل کړي او هېوادنۍ مینې ته به یې سلام او احترام وکړي.

فضل الهادي مسلمیار زیاتوي، د ډیورند کرښه فرضي او کرغېړنه کرښه ده چې هېڅکله به یې د سرحد په توګه ونه مني او نه یې منلې ده په دې اړه پریکړه د ملت او ولسونو واک دی، نه د سیاسیونو هغه وایی، د ولسونو استازي به یې ارادې تمثیلوو، د هغه په خبره ډاډه دی چې افغان حکومت هم د ډیورند فرضي کرښې په اړه هېڅ راز اشتباه نه ده کړې او وبه یې هم نه کړي.

مسلمیار په کونړ ولایت کې د پاکستاني ملېشو سره د افغان ځواکونو جګړې ته په اشارې ویلي دي چې افغان ځواکونه مو اتلان او ددې خاورې او ملي نوامیسو رښتیني ساتونکي او محافظین دي.

نوموړي زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونه د خپل ځان په نذرانه کولو د افغانستان پت او عزت ساتي، د دې ترڅنګ چې د نړیوالو ترهګرو سره په مېړانه مبارزه کوي په کمو امکاناتو یې وشو کولای چې پاکستاني یرغلګرو ملېشو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او هغوی تېښتې ته اړ کړي.

اونۍ وړاندې د اکټوبر پر ۲۸ مه نېټه د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه رامنځته شوه کله چې پاکستاني پوځ غوښتل، چې د دوکلام په سیمه کې له ډیورنډ کرښې افغان لوري ته را واوړي او هلته پوستې جوړې کړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله او له سیمي تېښتې ته اړ کړ.

د یادولو ده په دې جګړه کې یو افغان سرتېری ټپي شوی وو او د مقابل لوري ۱۲ پاکستاني پوځیان پکې هلاک شوي وو.

Your SEO optimized title page contents