The news is by your side.

د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو د بشر حقونو کمېسیون وړاندیزونه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بین الافغاني مذاکراتو له وړاندیزونه لري.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د سولې خبرې به عدالت او خپلو حقونو ته د قربانیانو د لاس رسي او د هغوی دردونو او ځورونو د التیام شرایطو برابرولو اړوند له سختو مسلو سره مخ شي.

یاد کمېسیون وایي، چې دوی باور لري، په افغانستان کې د مذاکراتو بهیر باید د ګډون او مشورې یا په عامه اصطلاح د جرګې له زاړه دود څخه په ګټې اخیستنې به په دې جرګه کې د قربانیانو د کورنیو او عامو خلکو ګډون ته په رسمي توګه زمینه برابره کړي.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، دا چاره کولی شي د سولې له مذاکراتو د خلکو ملاتړ زیات کړي او د مذاکراتو د پایلو د درک او ملاتړ سبب شي.

په دې توګه به د مذاکراتو د بهیر د لا ښه والي لپاره نویو نظرونو او بحثونو ته لار پرانیستل شي او همدارنګه د خلکو پراخ ګډون لپاره د فرصتونو رامنځته کول به د ښکېلو غاړو پاملرنه قربانیانو او د قربانیانو کورنیو ته واړوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مذاکراتو په پروسه کې د بشر حقونو او د جګړې د قربانیانو په محور د خلکو او کارپوهانو د ګډون لپاره څلور لارې وړاندیز کوي. مذاکراتو کې د ښکېلو غاړو د غوښتنو په صورت کې به کمېسیون د څلورو حل لاو د عملي کېدو او تطبیق لارې چارې هم وړاندې کړي.

د بشر حقونو لومړنی وړاندیز:

١. مذاکراتو کې د ښکېلو غاړو سره د قربانیانو مخامخ خبرې د قربانیانو شهادتونه او روایتونه.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، د ټول هېواد څخه او د جګړې اړوند د بېلا بېلو تاوتریخوالو قربانیان باید وټاکل شي، چې د جګړو په لړ کې د خپلو ترخو تجربو په اړه د ښکېلو غاړو سره مخامخ خبرې وکړي، د قربانیانو ټاکنه باید د خپلواکو بنسټونو له لوري چې د مذاکرې اړخونو ته د منلو وړ وي ترسره شي.

د دې لیدنو موخه به په دې پروسه کې د قربانیانو د استازو د غږ رسول وي او د مذاکراتو ټولو اړخونو ته د قربانیانو د مسلو لا روښانه کول وي، چې په دې اقدام سره به خلکو ته وښوول شي چې ښکېلې خواوې د جګړې د قربانیانو درد او تکلیف ته ځواب ورکوونکي دي.

٢.د ټاکل شویو کارپوهانو سره منظمې او پر لپسې ناستې او مشورې:

کمېسیون وړاندیز کوي، چې د مذاکراتو خواوې یوه فرعي یا ګډه کمېټه جوړه کړي، څو د بشر حقونو د کارپوهانو لا یوې ډلې سره، چې د بشر حقونو او مدني فعالانو څخه تشکیل شوي وي، په منظم ډول په مشخصو وختونو کې ناستې ولري او د دې ډلې غړي به د یو مشورتي بهیر له لارې د مدتي ټولنو له غړو ټاکل کیږي.

دوی کولی شي، خپل لیکلي وړاندیزونه د مذاکره کوونکو فرعي کمېټو ته وړاندې کړي، د دې ډلې غړي به د ګډون او مشورې د لا پراختیا لپاره له خپلو لویو شبکو سره په اړیکه کې وي او مرستې او نظریات به ترې اخلي، فرعي کمېټېبه محرمانه اطلاعات نه خپروي، خو کمېټه کولی شي هغه وخت معلومات وړاندې کړي، چې په کې د خلکو نظرونه او بهرني لیدلوري ګټور وي.

د مذاکراتو بهیر چټکتیا ته په کتو او په کې د بحث وړ موضوعاتو په نظر کې نیولو سره باید د کارپوهانو او فرعي کمېټې تر منځه په هرو دوو یا دریو اوونیو کې یو ځل منظمه ناسته ترسره شي.

٣. شفاهي یا لیکلي او کارپوهانه وړاندیزونه:

مدني ټولنو، خپلواکو بنسټونو او کارپوهانو د مذاکراتو اړوند د ډېرو ننګونو په اړه مهم او رغوونکي نظریات وړاندې کړي.

دا بنسټونه او اشخاص باید تشویق شي، چې د ټاکل شویو موضوع ګانو په اړه خپل لیکلي وړاندیزونه له ځانګړو او عملي حل لارو سره وړاندې کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، ممکنه ده چې هر لوری په جلا توګه د کارپوهانو سره مشورې وکړي او په دې اړه دې د پروسې له تسهیلوونکي څخه د کارپوهانو د ناستو د تنظیم د مرستو غوښتنه وشي.

٤. سراسري افغانستان ګډونه مشوره:

د کووېډ١٩ وروسته د زمینې او شرایطو د برابروالي تر ټول ښه ټاکنه دا ده چې د قربانیانو یوه ملي مشورتي جرګه د قربانیانو د عدالت، حقونو او مصالحې په اړه د بحث لپاره جوړه شي، دا جرګه به د پرېکړې نیونې صلاحیت ونه لري خو د قربانیانو د مسایلو پر ټولو اړخونو د بحث لپاره یو فرصت دی.

د مذاکراتو ښکېلې خواوې باید د عمومي نظریاتو، غوښتونو، غبرګونونو او د خلکو د برداشتونو د تر لاسه کولو لپاره، له شته شبکو، مدني ټولنو او بنسټونو او یا نورو ټولنیزو ډلو څخه ګټه واخلي.

کېدای شي د مذاکراتو لوري د مشورو لپاره لازم وخت ونه لري، خو کولی شي د ملي مشورو په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي، د عمومي نظریاتو او غوښتنو راټولولو لپاره د ښکېلو خواوو علاقه او ژمنتیا ډېره مهمه ده.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د خلاقي مشورو د بېلګو برابرولو لپاره کېدای شي، مدني ټولنو، خپلواکو بنسټونو او مجریانه یا خصوصي برخو ته هم دعوت ورکړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.