fbpx

په نړۍ کې۱۶ حيرانونکي خلک!!

خبريال ويبپاڼه ٢٠١٩ نومبر ٥- د ایکس وړانګې لرونکی ، یو سړی چې کولی شي يوه الوتکه وخوري ، یو لوبغاړی چې د هولک په څیر عضلات لري.
تاسو فکر کوئ چې دا مطلب تخيلي او افسانوی دی.
خو نه!! دا ټول خلک رښتني او واقعي دي.

۱- هغه واښه خوړونکی انسان چې هيڅکه يې ويښتان نه دي کم کړي.که څه هم ښاغلي ټران وان هی ، یو ویتنامي دی هیڅکله يې خپل ویښتان نه دي کم کړي او خپل نوم د ګینیس بک يا د ریکارډونو په کتاب کې هم نه دی ثبت کړی ، هغه په نړۍ کې ترټولو لومړی سړی پیژندل کیږي. چي په ټول ژوند کی يوازي سبزیجاتو خوړلي. ددې سړي د میرمنې په وینا ، هغه په تیرو ۵۰ کلونو کې هیڅکله خپل ویښتان نه دې کم کړي او اخيري ځل ۱۱ کاله مخکي وينځلي.
بدبختانه ، دا عجیب سړی په ۲۰۱۰ کال د ۷۹ کلنۍ په عمر مړ شو.

۲- تر ټول غټه خوله لرونکی سړی

دا سړی چې په انګولاست هيواد کې اوسيږې کولای شي خپله خوله تر ۱۷ سانتي متره پوري خلاصه کړي دی زياتوي چې کولای شې په ډيرې اساني د کوکولا بوتل او د رپيويا پيسو بکس په خپله کوله کې پټ کړي.

۳- د يخي سړی!!

دغه الماني وګړی چې کولای شې هره ورځ ۲ ساعتو او ۵۲ دقيقو لپاره د يخي(يخک) په مينځ کې پريوځې. ويل کيږي چې ددغه سړي د تودخې درجه بيخي لوړه ده.

۴- داسې يو عجيب سړی چې د کلونو راهسې يې خپل لاس جګ نيولی.
ښاغلی اهراتي چې خپل ښی لاس له ـ۱۹۷۳ راهسي نه دی را کوزی کړی. دغه عجيب سړی وايې چې خپل لاس يې د خدای د احترام په خاطر پورته نيولی.

۵- هغه سړی چې د خپل مرګ په لټه کې ده!

ایسکیل رونینګز بیکین د ناروې یو هنرمند دی چې نړۍ ته سفر کوي ترڅو خپله مړینه په ډاګه کړي. هغه معمولا د نړۍ په خورا لوړه او خطرناکو ځایونو کې د خپل انډول يا تعادل حرکتونه تر سره کوي ، لکه د ژمنې کرین خپل حرکتونه تر سره کوي.
هغه د ۹ کلنۍ کې پیل وکړ او نن ورځ په نړۍ کې یو له نامتو خلکو څخه پیژندل کیږي.

۶- هغه بوډۍ ښځه چې هر څه يې په ياد دي
جيلي فريس هغه بوډۍ ميرمن ده چې وايې هرڅه يې په ياد آن د ځواني او ماشومتوب وختونه دا وايې حتی ډوډۍ خول له خوبه پاڅيدل او خبري یې په دي. جيلې فريس وايې دا ورته ډيره ځورونکي ده ځکه تيرې بدې خاطرې يې ځوروي.

۷- هغه سړی چې ۳۴ کاله يې له خپلو ټول خوړو عکسونه اخيستي.
دغه چاپاني مخترع چې يورشې نيکماتوس نوميږي او په نړۍ کې د ډير اختراع ګانو ريکاډ هم لري او د کمپيو ټر د پلاپې ډیسک مخترع هم دی.وايې چې 34 کاله کيږي له خپلو خوړو عکسونه اخلم.

۸- هغه سړی چې دوه لسيز یې په هوايې ډګر کې ژوند کړی.

هغه ايراني پنا غوښتونکي ناصر کريمي ۲۰ کاله له ۱۹۸۸ نه تر ۲۰۰۶کال پورې د هوايې ډګر په باندني ترمينال کې ژوند کړی دی.

۹- يو عسکر چې ۳۰کاله په ځنګل کې پټ وو

دغه سرتيري فکر کاوه دوهم نړیوال جنګ لا هم روان دی! شاوخوا شپږ کاله دمخه ، د هیرو آنودا په نوم یو جاپاني عسکر د ګوام په ځنګلونو کې وموندل شو چیرې چې هغه د ۴۰ لپاره هلته پټ و.

۱۰ د ریښتیني هولک نسخه!
د برازیل مشهور باډي بلډر روماریو ډوس سانتوس الویس د خپل ژوند پنځه ويشت کاله د غړو په جوړولو کې تیره کړي. هغه اوس په نړۍ کې د هولک په نوم پیژندل شوی.

۱۱ د د شيطانښکر لرونکي ښځه!

په ۲۰۱۰کال کې ، د جانګ روفینګ په نوم یوې ۱۱۰ کلنې چینایۍ ښځې ، په سر کې د ښکر د غټيدا له امله د هغې کورنۍ ، ملګرو او د نړۍ ټولو خلک حيرانه کړ..

۱۲- یوه انجلۍ چې د ایکس وړانګو خپروي!

نتاشا ډیمکینا ، چې په روسیه کې د ایکس رې نجلۍ په توګه پیژندل شوې ، دغې انجلۍ ادعا کړې چې د انسان د بدن په لیدو سره د انسان په بدن کې داخلې شيان وينې.

۱۳ – داسې يو سړی چې هر څه خوري!!

په ۴۰ کلونو کې ، د فرانسې میشل لاټوټو شاوخوا 9 ټنه فلزات خوړلي دي!
خو څنګه؟ دغه ځوان چې ، د پکا په نوم رواني ناروغۍ اخته دی. د دغې ناروغۍ لرونکي خلک د غیر خوراکي توکو لکه پلاستیک یا خاوره او داسې نور سشيان خوري. هغ وايې د لومړي ځل لپاره يې شیشې ته ورته نور خطرناک توکي وخوړل ، هغه پو شو چې معدې یې تقریبا هر شي ته نه نه وايي! هغه په ۲۰۰۷کال کې د نامعلومو دلایلو له امله مړ شو.

۱۵- هغه سړی چې غبرګولي ماشومان يې په نس کې پيدا شوي

دا هغه هندي سړی دی چې تل د خپل لوی نس له امله د شرم احساس کوي.
د ۱۹۹۹کال په ګرم دوبي کې ، دا ۳۶کلن سړی د معدې دشديد درد لپاره روغتون ته يوړل شو. په روغتون کي د ډاکټرانو لخوا معلومه شوه چې ددې سړی په نس کې دوه ماشومان دي.

۱۶-. یو سړی چې ۴۰ کاله یې خوب نه دی کړی!

تاسو ممکن فکر وکړئ چې د اوږدې مودې لپاره خوب نه کول کولی شي یو څوک تباه کړي. خو دا د( تای ناګاک) په اړه صديق نه کوي. د دې کس بې خوبۍ نه یوازې دا چې دی يې مشهور کړی ، بلکه د ډیری ساینس پوهانو لپاره يوه نوی سوژه ګرځيدلي.
هغه ۱۹۷۳ کې د تبې نيولو وروسته خوب نه دی کړی.

Your SEO optimized title page contents