fbpx

حشمت الله شهیدي ۲۵ کلن شو

خبریال وېبپاڼه/ ۶ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه کلاسېک توپ وهوونکی حشمت الله شهیدي ۲۵ کلن شو د نوموړي کلیزه پرون په پلازمېنه کابل کې یو شمېر لوبغاړو نمانځلې ده، خو افغان کرکټ بورډ یې په اړه هیڅ هم نه دي لیکلي چې په دې تېروتنې سره د کرکټ نړیوالې شورا ای سي سي هم د حشمت شهیدي کالیزې په اړه څه نه دي خپاره کړي.

حشمت شهیدي په دې وروستیو کې د افغان کرکټ بورډ د غورواي کمېټې له لوري له وړتیاوو سره د ویسټ انډیز خلاف لوبډله کې نه دی اخیستل شوی چې د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې د نشتون له کبله د کرکټ مینوالو او مبصرینو سخته غوسه راپارولې ده، اوس خلک دېته اندېښمن دي دي چې د ملي لوبډلې د کېنولو وروسته افغان کرکټ بورډ د شهیدي سره بل توپیري چلند دا وکړ چې د زوکړې ورځ یې ورته نه ده نمانځلې او نه یې هم په اړه یوه کرښه لیکل کړي دي، خو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بیا دا توپیري چلند نه بلکې یوه تېروتنه بولي هغه وایي، دغه ورځ له دوی هېره وه.

حشمت الله شهیدي په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د پوره حوصلې خاوند دی، نوموړی هر کله په لوبغالي کې ستره ملګرتیا کوي دی تل ناسوځېدلی پاتې کېږي چې په دې ترتیب سره داسې لوبغاړي په نړۍ کې په ډیره کمه کچه پیدا کېږي شهیدي په نړۍ کې د کمېنتټرانو له لوري په سریلانکایی مشهوره لوبغاړي کمار سنګکاره یادیږي چې ارامه د حوصلې ډکه په زړه پورې لوبه کوي.

د افغان لوبډلې تکړه کلاسېک چپ لاسی توپ وهوونکی حشمت شهیدي په ( ۱۹۹۴ )میلادي کال کې د افغانستان په لوګر ولایت کې زیږیدلی دی چې پرون یې عمر تر ۲۵ کلنۍ پورې ورسېد.

کلاسېک حشمت شهیدي د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ یو ورځنۍ سیالي په ( ۲۰۱۳ ) میلادي کال کې د کینا هېواد پر وړاندې کړې وه چې له دې سیالۍ وروسته څه وخت نوموړی په کور کښیناست خو بیا یې هم ټیم ته د راتګ سره سم ډیر ویاړونه ترلاسه کړ هغه دغه راز لومړۍ ټېسټ سیالي هم د هند خلاف په (۲۰۱۸ )کال کې ترسره کړې وه چې په هغې سیالۍ کې ډیر ښه ځلېدلی وو او (۴۷)منډې یې جوړې کړې وې.

حشمت الله شهیدي د افغانستان ملي لوبډلې لپاره تر دې دمه ټولې ( ۴۰ ) نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي، دغه راز یې درې ټېسټ سیالۍ لوبولي او په یوې شل اوریزه سیالۍ کې هم لوبېدلی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره یې ډیر ویاړونه راوړي دي.

حشمت په څلویښتو یو ورځنیو لوبو کې ټوټل (۱۰۶۳) منډې جوړې کړي د توپ وهنې ایوریج یې نږدې( ۳۳) دی چې په یوې سیالۍ کې تر ټولو ډیرې منډې په ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کې د پاکستان خلاف ۹۷ ناسوځېدلې منډې کړي دي نوموړی نهه نړیوالې پنځوسیزي لري، خو کومه سلیزه یې نه ده وهلې.

حشمت شهیدي په دریو ټېسټ لوبو کې بیا ټولې (۱۲۶) منډې کړي دي چې تر ټولو یې ډیرې منډې په یوې سیالۍ کې( ۶۱) دي چې پکې همدا یوه نیمه سلیزه شامله ده.

حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره په مهمو او سترو لوبو کې ښې منډې کړي دي چې ښه مثال یې په تېر ۲۰۱۸ اسیا جام او د انګلستان په کوربه توب په سږني ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د هغه لوبې دي چې په دې جام کې درې نیمه سلیزي هم په سختو پیچونو د خطرناکو توپ اچوونکو پر وړاندې ووهلې.

حشمت الله شهیدي د کرېکټ پیل د کورنیو سیالیو څخه کړی وو چې د ښه ځلېدا وروسته د افعان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره غوره شو چې هلته هم ډیر ښه وځلېد، نوموړي د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې هغه مهال د اسټرالیا ۱۹ کلنې لوبډلې خلاف په یوازې ځان ۱۵۰ منډې کړې وې چې وروسته له دغې ریکارډ ملي لوبډلې ته غوره شو .

Your SEO optimized title page contents