fbpx

د ای پي ايل مراسمو د لغوه کيدو امکان!

خبریال ډاټ کام/۶ نومبر ۲۰۱۹- د هندوستان سترو کورنيو تجارتي سيالیو (ای پي ايل) لیګ مراسم چې هر کس ته به جالب او زیاته علاقه به يې ورسره درلوده. ددې امکان شته چې د تل لپاره يې د پرانيستي مراسم کینسل او لغوه شي.

اکثره وخت به د ای پي ايل سیالیو د پرانيستي مراسمو پر مهال، ګډونوالو او مینه والو ددې چانس ترلاسه کړ، چې ميوزيک ډلې،ډانس او د خپلې خوښې فلمي ستوري او د هغوی مهارتونه له نږدې ننداره کړي او وروسته به اي پي ایل سيالۍ پرانيستل شوې چې تقریبا (۵۰-۵۵) ورځو پورې دوام به يې وکړ.خو دا ځلې ښکاري چې دا هر څه به د تل لپاره لغوه شي. د هند کريکټ په وينا چې دا هسې د پيسو ضايع ده.

هر کال به ای پي ايل پرانيستي مراسمو کې بالیووډ ځينو اداکارانو لکه پېټ بول،اکن،کاټی پېری،ميجز لیزر او نورو فلمي ستورو ګډون کاوه.

تیر کال هند کریکټ بورډ د ای پي ایل سيالیو د پرانيستې مراسمو څخه لدې کبله تیر شو، چې هغه مهال په فبرورۍ مياشت کې په جامو کشمیر کې په هندي پوځيانو مرګونی برید شوی و،چې له کبله يې تر ۴۰ پورې هندي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

هند کریکټ بورډ خپلو پوځيانو ته په احترام د ای پي ایل سيالیو د پرانيستي مراسم ترسره نکړل.

که چيرې دغه نوي قوانین عملي پلي شي، هند کریکټ بورډ به له ۳۰ کروړه هندۍ کلدارو مصارفو څخه ځان خلاص کړي چې هر کال به يې د ای پي ایل سيالیو په پرانيستي مراسمو لګولې.

د ای پي ايل اداري قونسل په مشورتي ناسته کې چې د هند کریکټ بورډ په تالار کې ترسره شوه، پکې د ای پي ايل سيالیو د راتلوونکو لوبو او د لوبغاړو نيلامۍ پړاو سربیره د لوبڅارانو د تیروتنو په اړه هم بحث وشو.

پدې ناسته کې د بی سي سي ای يا د هند کریکټ بورډ يوه چارواکي وويل چې د ای پي ایل سيالیو په مراسمو پيسې لګول يوه ضایع ده چې مينه وال هم چندان دلچسپي ورسره نلري او دوی دا غوره بولي چې په ای پي ايل په مراسمو لګيدونکي پيسې باید لوبغاړو ته ورکړل شي.

د ای پي ايل ادراې کميټې ترمنځ پدې ناسته کې د خبرو اصلي موضوع په لوبڅارانو راڅرخيده چې دوی څنګه په لوبو کې د ټاکلي خط څخه د پښې اړولو «نو بالونه» او همداشان د سينې پورته «نو بالونه » په دقيقت سره چیک يا وګوري.

که چیرې ددغې ناسته موضوعات وروستي شول، په راتلوونکي ای پي ايل سيالیو کې به د مسلسل لوبڅارانو ترڅنګ د یو بل لوبڅار شاهد هم واوسو.چې یوازې د لوبې پرمهال به نو بالونه څاري.

د ای پي ايل اداري کميټې يوه غړي د ناسته وروسته له خبريالانو سره خبرو کې وويل: (( مونږ غواړو چې ټکنالوژي وکاروو.مونږ به یو بل لوبڅار هم ولرو چې یوازې نو بالونه به په دقيقت ګوري.))

تراوسه ښکاره نده چې د مسلسلو لوبڅارانو ترڅنګ به دغه ځانګړی لوبڅار دریم لوبڅار او که څلورم لوبڅار به وي.

ددغه نوي بدلونونو په اړه خبرونه له هغې مخې ته راځي، چې په تيرو ای پي ايل سيالیو کې ځینې نو بالونه د بالرانو لخوا ترسره کړل شول،خو لوبڅارانو لخوا ورنکړل شول.چې د ځينو لوبډلو د ماتو لامل هم وګرځيد.

وروستۍ پيښه يې په تير ای پي ایل سيالیو کې د ممبۍ انډيانز او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې ترمنځ په لوبه کې وه.چې لاسيت مالنګا په معلوم ستر نو بال سره لوبغاړی اوټ کړ. خو لوبڅارانو نو بال ورنکړ. چې په پايله کې د بنګلور لوبډلې د ماتي لامل شو. هغه مهال دد خبري کنفرانس پر مهال د بنګلور لوبډلمشر ویراټ کوهلي په لوبڅارانو نیوکې وکړې او ويې ويل چې دا خو څه کلب لیول سيالۍ هم ندي، دا د ای پي ايل سيالۍ دي او لوبڅاران باید خپلې سترګې ښې وغړوي او له هغې وروسته پریکړې وکړي. نه يوازې کوهلي بلکې هغه مهال د ممبۍ لوبډلې مشر روهیت شرما هم د لوبڅارانو د معيارڅخه شکايت وکړ.

Your SEO optimized title page contents