fbpx

قیس احمد له ګلوسسټرشآیر لوبډلې سره تړون وکړ

خبریال ډاټ کام/۶ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان لیګ سپنر او  ورو توپ اچونکي قیس احمد د ۲۰۲۰ کال د انګلیستان په کورنیو سیالیو کې د ګلوسسټار شآیر لوبډلې سره د لوبیدو تړون وکړ.

۱۹ کلن ځوان ورو توپ اچونکی قیس احمد چې په تیر سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش خلاف په ټیسټ لوبه کې په لومړي ځل راښکاره شو، نوموړی به د انګلیستان په ټونټي بلاسټ سیالیو  ټول موسم او همداشان د کوانټي چمپیون شيپ سیالیو په وروستیو  شپږو لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبیږي.

نوموړي د ګلوسسټر شآیر لوبډلې سره په تړون خوښي ښودلي او دا یې د ځان لپاره یو ویاړ بللی دی.

نوموړي وویل،ما هر وخت دا غوښتل چې د انګلیستان په کورنیو فرسټ کلاس سیالیو کې لوبې ترسره کړم،ترڅو په سره توپ سره د لوبې مهارت لوړ کړم.

نوموړي وویل: (( زه بې حده زیات خوشحاله یم چې ګلوسسټرشآیر لوبډلې سره لومړۍ په ټونټي بلاسټ سیالیو کې او بیا ورسره په کوانټي سیالیو کې قرارداد یا تړون کوم. دا زما لپاره ویاړ دی چې د ۲۰۱۹ کال بریالي موسم وروسته د ګلوسسټرشآیر لوبډلې سره یو ځای کیږم.))

 ((دنړۍ په نورو ګرد چاپیر هیوادنو کې د شل اوریزو سیالیو ترسره کولو وروسته،ما همیشه دا غوښتل چې فرسټ کلاس کریکټ سیالۍ په انګلیستان کې ترسره کړم،ترڅو په سره توپ سره د لوبې خپل مهارت لوړ او پرمختګ ورکړم.زه دېته انتظار یم چې مشر روزونکي ریچارډ ډاوسن سره یو ځای  کار وکړم.))

د یادولو وړ ده چې ځوان قیس احمد په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې د سنت لوشیا سټارز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې، وروسته د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د هوبرټ هاریکنز لوبډلې لپاره سره یو ځای شو، او له هغې وروسته  بي پي ایل کې له راج شاهي کینکز لوبډلې سره او همداشان کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې یې ګیانا آمازون لوبډلې سره لوبې  وکړې.

نوموړي پدې وروستیو کې د انګلیستان سل توپونو سیالیو ډرافټ کې نوم هم شامل و،  چې د وېلش فائیر لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د ګلوسسټرشآیر لوبډلې مشر روزونکي ریچارډ ډاوسن نوموړي ته هرکلی کړی او هغه یې غښتلی توپ اچونکی یاد کړئ دی.

د  ډاوسن په خبره چې قیس احمد په نړۍ کې یو ښه ورو توپ اچونکی دی او لوبډله یې هم ورته په انتظار ده چې راتلوونکي سیزن کې څه ور په برخه کولی شي.

ډاوسن زیاته کړه،چې مونږ تیر ۲۰۱۹ کال یو ښه قوي موسم درلود. دا ځلې راتلوونکي موسم کې قیس احمد زمونږ سره په دواړو اوږده پارمټ او لنډ پارمټ سیالیو کې شتون لري او زمونږ  لوبډلې سره بل پړاو ته رسولو کې مرسته کولی شي.

د یادولو وړ ده چې د انګلیستان په کوانټي او ټونټي بلاسټ سیالیو کې لدې وړاندې راشدخان،مجیب ځدراڼ او نبي عیسخېل هم د خپلو لوبډلو سره تړونونه کړي دي.

Your SEO optimized title page contents