fbpx

افغانستان لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ته بایلوده

خبریال ډاټ کام/۶ نومبر ۲۰۱۹- د درې یو ورځنیو لوبو سیریز په لومړۍ لوبه کې افغانستان له میلمه ویسټ انډیز لوبډلې څخه په اوو ویکټو ستره ماتي وخوړه.

دغه لوبه چې د هند په ایکنا لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان د لومړۍ توپ وهنې په کولو سره ونشول کولی چې د لوبې ټول اورونه په پوره توګه ولوبوي او ټوله لوبډله په ۴۵،۲ اورونو کې یوازې په ۱۹۴ منډو را ونغاړل شوه.

د افغانستان لخوا یوازینو څو توپ وهوونکو رحمت شاه زرمتي او اکرام علي خيل تخنیکي او ښه لوبه وکړه چې دواړه په نیمه سلیزو جوړولو وتوانیدل.

رحمت شاه زرمتي د یوې شپږیزې او شپږو څلوریزو په مټ په ۸۰ توپونو (۶۱) منډې جوړې کړې. دغه شان ویکټ ساتونکي بیټسمین اکرام علي خيل بیا په ۶۲ توپونو ۵۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا په توپ وهنه کې نورو بیټسمینانو ترڅنګ اصغر افغان ۳۵ او همداشان ګلبدین نایب ۱۷ زیاتې منډې جوړې کړې.نور هيڅ افغان لوبغاړی ونه توانید چې د لسو پورته منډې جوړې کړي.

د ویسټ انډیز لخوا توپ اچونه کې هولډر،شيفرډ او چېز دوه-دوه او دغه شان کاټرل او هائډن ولش یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ټاکلي هدف په مقابل کې که څه هم ویسټ انډیز په ۱۳ منډو کې خپله لومړۍ او په ۲۵ منډو کې خپله دوهمه ویکټ مجیب او نوین الحق ته پريښودې. خو وروسته د شای هوپ او رسټن چېز ترمنځ ارامه او د حوصلې ډکه لوبه ترسره شوه، چېز په وروستیو کې په ۹۴ منډو د مجیب لخوا بولډ اوټ شو،خو شای هوپ بیا په ۷۷ منډو ناسوځیدلی له میدان څخه بهر شو.

ویسټ انډیز ټاکلی هدف په آسانۍ سره د درې لوبغاړو  په سوځیدو په ۴۷م اور کې ترلاسه او په اوو ویکټو یې افغانستان ته ماتي ورکړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی شای هوپ ونومول شو چې ۹۴ منډې یې جوړې کړي وې.نوموړي پخپلو خبرو کې وویل چې د کپتان لخوا چې کوم پلان ورکړل شوی و، په همغه شان یې لوبه هم وکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلمشر کیرون پولارډ بیا پدې خوښي وښوده چې د ټیم په مشترکې هڅه سره یې بریا خپله کړه.

د افغانستان لوبډلمشر راشدخان بیا پخپلو خبرو کې وویل چې په لومړیو کې دوی ته چانسونه هم ورکړل شول،خو ګټه یې ترې پورته نشوه کړی، د نوموړي په خبره چې ۴۰- ۵۰ منډې له ټاکلي هدف دوی کمې منډئ وکړې.

راشدخان همداشان وویل چې هره سیالۍ د زده کړې په څیر وي،مونږ به هڅه وکړو چې راتلوونکي سیالۍ کې ښه وځلیږو.

ټاکل شوې چې دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه سیالي راتلوونکي شنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents