fbpx

په هندوستان کې ، اسامه بن لادن ۵ کلیوالو ته مرګ ژوبله اړولې

خبريال وېبپاڼه/ ۶ نومبر ۲۰۱۹ – يوه قهرجن پيل د وريځو د ځمکې له ويجاړولو ورسته کليوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

په هندوستان کې ، د اسامه بن لادن په نوم تښتیدونکی پيل پنځه تنه کلیووال د یوې پښې لاندې وژلي او د وریځو ځمکې یې ویجاړې کړې.

د هندي رسنيو په وینا ، یو ښکر لرونکی پيل د هندوستان په آسام ايالت په شمال کې د بولټار په کلي کې په کرونده بریدونه وکړل او او د ډيرو کروندګر حاصيلات يې ور خراب کړل.
کله چې بزګران د خپلو حاصلاتو د خوندي کولو لپاره راغلل ، نو دغه پيل په کروندکرو هم بريد وکړ، او تر پښو يې لاندې کړل ، چې په ترڅ کې يې پنځو کلیوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

د شپې په ورستيو کې يې په بیلابیلو نورو کلیو هم بریدونه وکړل.
چې وروسته دا اسامه بن لادن په نامه وبلل شو او په ټوله سیمه کې خپره شوه.
څو ځله د دغه پيل د وژلو هڅه وشوه ، خو هغه هر ځل خلک بريالی نه شول او وتښتيد.

جالبه خو لا دا ده چې په ځنګلونو د اسامه د نیولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو او د ايله ګردو او وحشي پيلونه د ادارې لخوا په په پراخه کچه لټون پیل شوی.

خو دغه پېل په ګڼو ځنګلونو کې ننوتی او ځان يې پټ کړی. او د وحشي له رمې سره په ځنګل کې يو ځای شوی دوه ځلې. د هندي حکومت له لورې پریکړه شوې چې دغه پيل د بې هوښه کیدو له لارې ونسې او درملنه يې وکړي او ددې سيمې خلک يې له شره په امان شې.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم یوه ښکر لرونکی پيل په دغه اسام ایالت کې ۷۰کسان وژلي وو. چې وروته بيا پيل دبرق د شاټونه پواسطه د سيمې د خلکو لخوا ووژل شول.

د اسامه بن لادن يا د القاعدي د افراطي ډلې مشر نوم هغه وخت په نړۍ کې ډير مشهور شوي چې په ۲۰۰۱ کال کې د ډيسمبر په ۱۱ د امريکا په دفاع وزارت(پيټاګون) مرګونې بريدونه وکړل،او په ټوله نړۍ کې يې پراخ او توند غبرګونونه راوپارول.

هيره دې نه وې چې هند په نړۍ کې له هغو يو هيوادونو شميرل کيږل چې پراخ ځنګلونه او ګن نفوس او بې شميره مذهبونه پکي شتون لري. او ډیری وخت ډيرې جالبې پيښې پکې رامنځته کيږې.

وروستۍ هغه پيښه چې خلک يې حيران کړل د يوه۳۶   کلن ځوان په نس کې د دوو غبرګولي ماشومانو پيدا کيدل وو.

Your SEO optimized title page contents