fbpx

د ساينس پوهانو خبرداری او د خولې سرطان

خبريال وېبپاڼه/ ۷ نومبر ۲۰۱۹- هغه جنسې کړنې چې د خولې د سرطان لامل کرځي.
په انګلستان کې د خولې د سرطان ناروغانو شمیر د تیر کال په پرتله ۳۵ سلنه ډیروالی موندلی. او ساینس پوهانو د څیړنو وروسته دا یو شرمناک کار بللی دی.

د يوې بلې څيړنې له مخې چې د اورال روغتیا خلاصون بنسټ تنظیم لخوا تر سره شوي ددې څيړنې څيړونکو ډلې، سټار روغتيايې مجلې ته ويلې: چې الکول او غير اخلاقي کارونه ددې سرطان اصلي لاملونه شميرل کيږي.

ساینس پوهان وايي چې “په جنسي پروسه کې د ځينو شرمناک فعالیتونو تر سره کيدل. بدن ته د HPV په نوم ویروس لیږدوي او د خولې د سرطان لامل کیږي.” د څیړونکې ډلې مشر ډاکټر نګیل کارټر وویل چې “د سرطان ډیری ډولونه ورو دي. چې په تدریج سره ، خلک پرې اخته کيږي، خو مګر د خولې د سرطان کچه په خطرناکه کچه لوړيږې. او څيړونکې وايې په نورو لاملونو کې سګرټ څکول هم د خولې د سرطان بل لوی لامل بللی.
د يادونې وړ ده چې ددغې تبا کوونکۍ ناروغي کچه په اورپا کې تر ټولو لوړې کچې ته رسيدلې ده.

د يو بل خبر له مخې لولو: چې په امريکا کې هم ځنې څېړنې ترسره شوي او ددې څيړنو په ترڅ کې په ډاګه شوي. چې په دې ورستيو کې په امريکایانو کې هم د جنسې بې باوريو کچه لوړه شوي، او دې کار د امريکا پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی .او د امريکا اقتصادي کاروپوهانو ورته د جنسې بحران اصطلاح کارولي ده.

په متحده ایالاتو کې د ښځو لپاره د احصایې ادارې د ۲۰۱۸ کال راپور وايي چې د ځوانو امریکايي هلکانو په منځ کې د جنسي بې باوريو کچه په خطرناکه توګه لوړه شوې ده. او ددې ځوانانو ډیری برخه د واده کولو څخه ډډه کوي.
چې کتوونکي وايې دا پروسه مستقیما د متحده ایاالتو پر اقتصاد اغیزه کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه جک نوواک وايې: د ځوان نسل لپاره د زده کړې پورونه پر هغوی دروند بار دی. . نو دوی دومره وخت او پیسې نلري چې واده پرې وکړي ، او هرڅوک پوهیږي چې په یوه هیواد کې د ودونو کموالی اود ليږو ماشومانو پيدا کيدل ، د دې هیواد اقتصاد ضعیف دی.

د يادونې وړ ده چې د اسلام مبارک دين هم ټول غير اخلاقي جنسې کړنې منع کړي او ترسره کوونکي ته يې په دنيا او اخيرت کې د جزا ورکول خبره کړي ده.
دينې عالمان وايې چې سلام ځکه غير اخلاقي کړنې منع کړي او خپلو پيروانو ته يې د نه تر سره کولو امر کړی. ځکه چې ددې عملونو په ترسره کولو د ټولني نظم خرابيږي،انسانيت ته بې احترامي او د انسانانو تر منځ د ګنو جسمي او رواني ناروغيو لامل ګرځي.

Your SEO optimized title page contents