fbpx

پاکستان په افغانستان کې تل د جګړې اور ته لمن وهلې

خبریال وېبپاڼه / ۷ نومبر ۲۰۱۹ – د امریکا کانګریس په خپل یوه تازه وروستي راپور کې ویلي دي چې پاکستاني حکومت په افغانستان کې تر دې دمه هیڅ ډول مثبت رول نه دی ادا کړی، دوی په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې تل منفي رول لوبولی دی.

د کانګرېس له لوری په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره پراخې برخلیک ټاکوونکي هڅې پیل شوي دي، دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ګړندۍ هڅې او کوښښونه روان دي.

همداراز په اداراتو کې د فساد پر ضد مبارزې هم روانې دي چې نن د فساد پر ضد د افغان حکومت د پرمختګ راپور هم خپور شوی دی، په دې برخه کې افغان حکومت ډیر ښه رول لوبولی دی. همداراز د ترهګرو پر ضد د افغان پوځ مبارزه، او د ناټو له لوري له افغان پوځ سره د مرستو لړۍ هم رواني دي چې تر اوسه یې ښې پایلې لری.

په راپور کې د افغانستان ګاونډیانو په اړه هم ډیر څه ویل شوي دي چې له ډلې پاکستان ته په اشارې وایي، چې یاد هېواد د څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې خپل فعال منفي رول لوبولی دی.

د معلوماتو له مخې د پاکستان هېواد استخباراتي اداره د هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د جهاد په نوم جنګیږي، چې د دې جګړې پر مهال یې ګڼ شمېر افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

راپور لیکي، چې له دې ډلې یوه هم د حقاني شبکه ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې سره پراخې ښې اړیکي لري او اسلام اباد یې هم خپله باوري ډله بولي چې دوی هم په افغانستان کې ورانکاره کړنې کوي.

د خپور شوي راپور په وروستیو کې لیکل شوي دي چې پاکستانی حکومت غواړي په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو په لار کې خنډ جوړ کړي، او په کابل کې کمزوری حکومت د ځان په ګټه بولي.

بلخوا افغان حکومت هم وایي ، چې پاکستان د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، خو د ترهګریزو ډلو په رالېږلو کې پراخه ونډه اخیستې ده.

خلک هم په دې باور دي چې پاکستان له افغان حکومت سره تر اوسه په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او نه یې هم په ريښتیني ډول د سولې په پروسه کې ونډه اخیستې ده او هم یې تل د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.

د یادولو ده په دې وروستیو کې د ترهګرو پر ضد د نړیوالې ادارې له لوري هم پاکستان ته اخطارونه ورکړل شوي دي چې ژر تر ژره دې له ترهګریزو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي، که یې وانخلي نو ډیر ژر به په تور لېست کې شامل شي.

Your SEO optimized title page contents